IQNA

د کورنئ د معیشتي او هوساینې د محسوسو مشکلاتو حل له اقتصادي ودې پرته ممکن نه دی

15:35 - January 30, 2023
د خبر لمبر: 3486824
 ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د پوه بنسټه ډګرونو له سلګونو تولیدونکو،ټيکدارانو او فعالانو سره په کتنې کې  د ایران د پرمختګ  لرلید او دملت راتلونکي له اوسنیو اټکلونو لا روښانه وبالۀ.

ایکناخبری آژانس د رهبرۍ د ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي  په دغې کتنې کې د ایران د تولید او کارکسپ د رامینځة کونې د ډګر د فعالانو  په ملموسو فعالیتونو او  او هیله منونکي نظر  او  روحیې باندې دخوښۍ په ښ،دلو سره پخپلې وینا کې  وفرمائيل؛ خدای راکړو سرچینو،جغرارفیائي  او نړیوال او سیاسی  موقعیت او په تیره بیا  دانساني ځواک پراختیا ته په پام سره،  په استثنائي ډګرونو کې  د هیواد وده کونکی ظرفیّت او وړتیا ډیره لوړه  ده او په همدې علت  دملت راتلونکی  او  دایران د پرمختګ لرلید له اوسنیو اټکلونو لازیات روښانه دی.

د اسلامی انقلاب  ستر لارښود،د ایران روښانه راتلونکی  دوامدارې او چټکې اقتصادي ودې ته اړتیا وبلله  او  د پراختیا په اوم پروګرام کې ئې   دعدالت په اساس  داقتصادي پرمختګ لومړیتوب ته په اشارې سره د اقتصادي  ودې ددلیلونو او ضرورتونوپه بیانولو سره ټينګار وکړ،د کورنیو د ژوند مشکلاتو  او معیشتي محسوسو مشکلاتو حل ، اقتصادي وده په بشبړ ډول ضروري کړې ده .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د تولید ،پوه بنسټه او د کارکسب په رامینځةکونې دسږکال نومول، تر یوه حده   له اقتصادي فعالانو سره د تیر کال د کتنې له امله وبلل او وې وئيل،  هغه نندارتون چې دوه ورځې مخکې ترسره شو ، ښئ، د کال د شعار په زمینې کې نسبتا ښه  کارونه  ترسره شوي ،ددې په ترڅ کې چې   د هیواد داقتصادي پرمختګ په باب په دغې کتنې کې د اقتصادي فعالانو خبرې،ښه ځيري ورکوي او د ۱۴۰۱لمریز کال د لومړۍ نیمائۍ رسمي کریډيټونه  زیاتره  حرکت او وده ښئ.

د اسلامی انقلاب  ستر لارښود اوسنی بریالیتوبونه ،په ډيرو برخو کې  په کابو مخکینیو پنځلسو کلونو کې دعملی غورځنګ  دپیلیدا له امله  وبلل او روښانه ئې کړه،ځوان متخصصان او  پوهان باید  دنړۍ د علم له لومړنیو کرښو هم تیر شي  او ددغې هیلې  د پوره کیدا  داسې زمینه جوړونکي شي چې که څوک وغواړي،دعلم له نوښتونو خبر شي ، نو  مجبوره شي، فارسي ژبه یاد کړي.  

https://iqna.ir/fa/news/4118260/%  

captcha