IQNA

  په مختلفو ډګرونو کې د ایران د ولس شتون ددښمنانو د ناامیدئ سبب دی

15:45 - February 02, 2023
د خبر لمبر: 3486844
ایکنا-(تهران)د اسلامی ایران ولسمشر ووئيل،په وروستیو پيښو کې هغه دقیق او جامع تحلیل چې  داسلامی انقلاب معظم لارښود د دښمن د فتنې رامینځة کونې دعلتونو په باب درلودلی،ددښمن له دسیسې سره په مقابلې او شنډولو کې  اغیزشیندونکی ؤ.

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپورراکړ،،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې دمرکزی کمیټې له غړو سره په کتنې کې ، دحضرت امام جواد،امیر المومنین  امام علی  علیهم السلام  دنیمکرغه زوکړو او دغه راز د سباؤن لسیزې په مناسبت  په مبارکۍ وئيلو سره  ووئيل،د ایران د اسلامی جمهوریت  بصیر او هوښیار ولس ،د د لړم د میاشتې د دیارلسمې د هغو دستوروپشمول  په مختلفو ډګرونو کې په شتون سره  چې له تیرو کلونو سره په پرتله کې په اوڅاره توګه له ورایه ښکاره  وې ،ښودلې ده چې هرچرته احساس کړي ،اسلامی نظام او انقلاب  له ګواښ سره مخ دی ،د خپل اسلامی او انقلابی نظام په دفاع کې مخکښ دی.

د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې،په وروستیو پيښو کې  هغه دقیق او جامع تحلیل چې  داسلامی انقلاب معظم لارښود د د ښمن د فتنې رامینځة کونې دعلتونو په باب درلودلی،ددښمن له دسیسې سره په مقابلې او شنډولو کې  اغیزشیندونکی ؤ.

 هغه ددښمن دپيچلو او دوامدارو دباؤنو اوخنډ جوړونو او  له دغو دسیسو او حربو سره د مقابلې لپاره  د ایران  ددیارلسم  حکومت هڅې ته اشاره کړې او وئيلي  ئې دي ، حکومت  له یوه پلوه ، د بندیزونو د ختمونکو ایټمی خبرواترو  د بریالیتوب  لپاره په خبرو کې د عزت په دریځ سره شتون درلودلی او له بل پلوه ئې  د دښمن دغوښتې او دسیسې  په وړاندې  دهیواد پرمختګ ته دوام ورکړی  او هڅه ئې کړې ده ،په مختلفو اقتصادي ډګرونو کې دکارکسب ا و رونټیا لارې پرانیزي  او د د ګاونډيتوب او سیمه ایزو اړیکو په احیاء سره ، د بندیزونو د شنډولو  لپاره بهرنی تجارت لا پراخ کړي.

 https://farsi.iranpress.com/iran-i226946-%D

captcha