IQNA

د اسرائیل رژیم په فلسطینی اسیرانو باندې ډوډۍ بنده کړه

16:43 - February 02, 2023
د خبر لمبر: 3486845
ایکنا-(تهران)د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د داخلی امنیت وزیر بن ګویر جوته کړې ده فلسطیني اسیران باید پانسي شي، او د اعدام تر وخته پورې باید هغوی سره، د ورانکارو په توګه چلند وشي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د صهیونیست رژیم د امنیت وزیر په یوه غیرانساني اقدام کې فلسطیني اسیرانو ته د ډوډۍ ورکړه ممنوع اعلان کړ.

بن ګویر چي د مسلمانانو سره په دښمنی کې مشهوره دی او اوس د نتانیاهو له لورې د اسرائیل د رژیم د امنیت وزیر په توګه ګمارل شوی په یوه غیرانساني اقدام کې اعلان وکړ چي فلسطیني اسیرانو ته د ډوډۍ ورکړه بنده کړې ده.

هغه ویلې چي فلسطیني اسیرانو ته د هر ډول سهولت د ورکولو د مخنیوی دنده لري.

دغه جنایتکار صهیونیست زیاته کړې: فلسطیني اسیران باید اعدام شي، او د اعدام تر وخته پورې باید هغوی سره، د ورانکاره په توګه چلند وشي.

اوس مهال د ښځو او ماشومانو په شمول ۴۸۰۰ فلسطینیان د صهیونیست رژیم له لورې اسیران نیول شوي او په زندانونو کې ساتل کیږي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i127254

captcha