ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرويز مشرف د متحده عربي اماراتو په يوه روغتون کې له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو.
په راپور کې وئيل شوي دي،د پاکستان رسندویو راپورورکړی ،د پاکستان پخوانی پوځي دیکتاتور او ولسمشرپرویزمشرف د دوبۍ په يوه روغتون کې په ۷۹ کلنۍ کې وفات شوی دې .هغه په وروستيو کلونو کې له سختو ناروغيو ځوريده.
پرویزمشرف د ۱۹۹۹ د اکتوبر په دولسمه، د پاکستان د پوځ د مشر په توګه پر لومړی وزیر نواز شریف کودتا وکړه او تر ۹ کلونو د دغه هېواد ولسمشر وو.
پروزیر مشرف کله چې ولسمشر ؤ نو د امریکا د ستمیر د یولسمې نیټې له ترهه ګرو پيښو وروسته ئې د امریکا د وخت ولسمشر په فرمان او ددغه هیواد د خارجه وزیر په یوه ټيلیفون کال امریکا ته په افغانستان کې د طالبانو رژيم په ضد دعملیاتو دترسره کولو لپاره د پاکستان له خاورې او فضا څخه د استفادې بشپړ اجازت ورکړ او امریکا د پاکستان له لارې د افغانستان هیواد په ضد سخت او جدي عملیات ترسره کړل چې تر شلو کلونو پورې افغانستان د امریکا په نیواک کې ؤ.
ویل کیږي چی پرویز مشرف په آمیلوئیدوز ناروغۍ اخته وو .
پرویز مشرف د پاکستان د سترې محکمې په حکم د ۲۰۱۶ میلادی کال د مارچ په ۱۸ نیټه د درملنې لپاره دوبی ته ولاړ او بیاهیڅله بیرته ستون نشو .