IQNA

عربستان په افغانستان کې خپل سفارت بند کړ

6:50 - February 06, 2023
د خبر لمبر: 3486860
ایکنا-(تهران)په راپورونو کې وئيل شوي دي ،ظاهرا سعودیانو دغه کار دمیرمنو  کارکونکو د منع کیدا په غبرګون کې  کړی دی،خو  وئیل کیږي چط دغه کار دیوه منظم  پلان په اساس ترسره شوی دی . ځيني نوره سرچینې هم  دااحتمال ورکوي چې ممکنه ده په کابل  کې د عربستان سفارت  دامنیتی ګواښونو په زیاتیدا پسې خالی کړئ شوی وي. 

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ، دافغانستان رسندویو راپورورکړی ، په کابل کې د عربستان د سفارت نولس کارکونکو  له کوم خاص توضیح پرته دغه سفارت  خالی کړی دی .په راپور کې وئيل شوي دي ،په کابل کې د عربستان  د سفارت ډيپلوماټان، د طالبانو دحکومت له خوا ددغې سیاسی نمایندګۍ  د میرمنو کارکونکو  دفعالیت  له منع کیدا وروسته  خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

همداراز په راپورونو کې وئيل شوي دي ،ظاهرا سعودیانو دغه کار دمیرمنو  کارکونکو د منع کیدا په غبرګون کې  کړی دی،خو  وئیل کیږي چط دغه کار دیوه منظم  پلان په اساس ترسره شوی دی . ځيني نوره سرچینې هم  دااحتمال ورکوي چې ممکنه ده په کابل  کې د عربستان سفارت  دامنیتی ګواښونو په زیاتیدا پسې خالی کړئ شوی وي. 

داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد پخپل یوه وروستي پیغام کې وئيلی دي ،  د عربستان د سفارت  کارکونکي د  لنډ مهاله روزنې لپاره خپل هیواد ته ستانه شوي دي او تر یوې اونۍ پورې به بیرته راستانه شي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/11/16/2848558/

captcha