IQNA

قرآني سورې/60

په ممتحنه سورې کې د خداي له دښمنانو او کافرانو پر لیریکیدا ټينګار

14:41 - February 06, 2023
د خبر لمبر: 3486862
ایکنا-(تهران) د دین دښمنان تل  د دین او دیندارو په له مینځه تللو پسې دي؛کله د جنګ او زور او ظلم له پلوه استفاده کوي او کله  هم ددوستۍ لاس اوږدوي او هڅه کوي له دې لارې مومنان منحرف کړي.

د قرآن کریم دشپیتمه سوره ؛ممتحنه ؛نومیږي.دغه سوره په دیارلسو آیتونو سره د قرآن کریم په اته ویشتمې سورې کې واقع ده. ممتحنه سوره یوه مدني سوره ده او د نزول په ترتیب کې ،یونویمه  سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده.دغه سوره ؛ممتحنه ؛نومول شوې ده ،ځکه چې  په لسم ايت کې ئې پیغمبر کرم ته حکم ورکړل شوی دی څو مهاجرې ښځې امتحان کړي او له مکې څخه مدینې ته د ددوي  او د دوي د خاوندانو د  د تلو  انګیزه اوعلت معلوم شي.

له دې وروسته چې د اسلام ګران پيغمبر(ص) له مکې مدینې ته هجرت وکړ،دهغه اصحاب او مسلمانان هم مدینې ته ورغلل.په دې مینځ میان کې ځيني هغه میرمنې چې په پیغمبراکرم باندې ئې ایمان راوړی ؤ،هم مدینې ته لاړې.د اسلام ګران پیغمبر(ص) دخدای  وندمتعال له خوا فرمان درلودڅو دوي  ددغه مهاجرت د انګیزې په باب امتحان کړي.

ممتحنه سوره له کافرانو سره د مومنانو د دوستۍ په باب خبرې کوي او په سختۍ سره دوي منع کوي. هم دسورې په پيل کې له کافرانو سره ددوستۍ په باب خبرداری ورکوي او هم د سورې په آخر کې؛ددغې سورې په آیتونو کې  هم د مهاجرو میرمنو  او د اسلام له پيغمبر سره دهغوي د بیعت په باب په قوانینو کې ځيني خبرې مطرح شوي دي.

په دغې سورې کې له بت پرستۍ څخه د  براهیم علیه السلام لیریکیدا او دخپل پلار دبخښلو لپاره ئې له خدآي څخه غوښتې،آذر له کفر څخه د لیرې  کیدا څخه د یوه مثال په توګه مطرح کړی دی.

ددې محتوا ټينګار کوي چې کافران په دغه نیّت سره له مسلمانانو سره دوستي کوي چې دوي له سمې لارې وغړوي او په نهایت کې  ئې خپل دین ته وکاږي. دوي په دې دلیل چې په آخرت باندې اعقتاد او څه امید نه لري، دمومنانو لپاره ښه دوستان نشي کیدلی.

captcha