د قرآن کریم پنځه شپیتمه سوره ؛طلاق ؛نومیږی.دغه سوره په دولسو آیتونو سره د قرآن کریم په اته ویشتمې سپارې کې واقع ده. دغه سوره چې یوه مدني سورهده،دنزول په ترتیب کې دوه نویمه سوره ده چې پر ګران پيمغمبر(ص)نازله شوې ده.
دطلاق په نامې سره ددغې سورې نومول د اسلام له نظره له یوه بله د ماندنې او میړه یا خاوند دجلا کیدا قوانینو ته اشراه ده. ددغې سورې له نیمې زیاته برخه همدغې موضوع ته بیله ده.
د طلاق سورې په لومړنۍ برخې کې دطلاق د احکامو په باب ځیني کلیات له خبرداری ،ګواښ او ځيرو سره یوځاي ئې خبره شوې ده او په دوهمې برخې کې ئې د خداوندمتعال عظمت ،د پيغمبر اکرم(ص)ځائيګي، دنیکو کارونو جایزه او د بدکارانو سزا کیدا ته اشاره شوې ده.
د طلاق سوره د نصیحتونو،ګواښونو اوځیرو سره یو ځاي دطلاق د احکامو په باب ځینی کلیات لري. دغه سوره له طلاق ،جدا شوو میرمنو،مطلقه ،دجدا شوو امیندوارو میرمنود حقوقو،دټولنې او پخوانیو ډلو پر برخلیک سره اړونده قوانینو سربیره د راتولنکو دعبرت لپاره هم اشاره کوي.د توحید،معاد،نبوت او تقوادارو کسانوصفتونه او همداراز تقوا او پر خدای تعالی دتوکل کولو سپارښتنوپه څير موضوعګانو ته هم اشاره کوي.
په دغې سورې کې د دوو ډلو برخلیک ته اشاره شوې ده،لومړۍډله له هغو کسانو سره اړونده ده چې دخداي له فرمانه ئې سرغړونه کړې ده او سخت سزا شوي دي. دوهم هغه کسان چې په ښوکارونو سره اوله پیغمبرانو څخه په پيروۍ سره د الهي خاصو لارښونو اودبهشتي نعمتونو اولوراینو برخمن کیږي.