IQNA

د نبیانو تربیتي سیرت ، ابراهیم (ع)/6

له توبې څخه استفاده،د حضرت ابراهیم(ع) تربیتی روده  

6:49 - June 19, 2023
د خبر لمبر: 3487491
ایکنا-(تهران) هر انسان له ګناه سره مخامخ کیږي. خدا وندمتعال د دینونو له لارې د توبې او مغفرت غوښتنې سپارښتنه کړې ده څو ګناهانې جبران شي. خو همدغه توبه یو ډول داسې تربیتي روده ده چې مختلفو اړخونو ته ئې پام کول  جالب دي.  

د انسان د تربیت او روزنې یوه روده ،دپښمانۍ منل او دهغه بخښل دي. د توبې دغه عامیانه تعریف سبب کیږي، انسانان پندونه  اونصیحتونه په آسانۍ سره ومني ،  له تیروتي عمله لاس واخلي  او نور ئې تکرار نه کړي. توبه او مغفرت غوښتل یوازې  د هغې زمانې لپاره نه دي چې  انسان کله ګناه وکړئ شي .بلکې غه چلند  حتی د هغې زمانې لپاره چې  انسان ګناه  نه وي کړي هم ښه عمل دی . حضرت امام جعفر صادیق علیه السلام  په همدې باب فرمائي ؛ترټولو ښه دعا ،استغفار کول دي.

  یو هغه ټکی چې  د توبې په باب مطرح کیږي ،دا دی چې مربی یا استاد باید د خپل شاګرد د غلطۍ په لیدو سره  ورڅخه مخ  وانړوي. بلکې باید هغه خپلې غلطۍ او تیروتنې ته متوجه کړي. کله انسان  کوم غلط کار کوي، البته  پوهه نه وی چې دا تیروتنه ده ،او  دهغه سرچینه د انسان ن اپوهي ده .د یوه روزونکي لومړنی کار  شاګرد د تیروتنې ښودل دي .دوهم کار د استاد د هغه  د  توبې منل او دعذرخوائۍ قبلول دي،که دا کار ونشي ،نو د تربیت او روزنې به هیڅ اغیزې ونه لري.

حضرت ابراهیم (ع) د یوه لوي او الهام بخښونکي پيغمبر پّ توګه ، خداوندمتعال ته لانزدیکت په خاطر له همدغې رودې  هم استفاده کړې ده.

  • په قرآن کې د ابراهیم او اسماعیل توبه ؛ رَبَّنَا وَ اجْعَلْنَا مُسْلِمَين‏ لَكَ وَ مِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَ أَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَ تُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيم ؛ائ پروردګاره!مونږخپل فرمان ته تسلیم کړه او  له زمونږ نسله  یو داسې امت چې ستا فرمان ته تسلیم وي راوپنځوه او  دمونږد عبادت  انداز ورزده کړه ،، خدایه د مونږ توبه قبوله کړه، چې ته ډير مهربان او توبه منونکی ئې(د بقرې سوره-128)

علامه طباطبائي په دغه آیت کې د ابراهیم او اسماعیل د توبې دلیل خداوندمتعال ته د لانزدې کیدا لپاره د دوي نیّت ګڼي.

  • د ممتحنه سورې په څلورم آیت کې توبه د بیرته ستنیدا په معناا کارول شوې ده؛، قَدْ كاَنَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فىِ إِبْرَاهِيمَ وَ الَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُواْ لِقَوْمهِمْ إِنَّا بُرَءَ ؤُاْ مِنكُمْ وَ مِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكمْ وَ بَدَا بَيْنَنَا وَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَ الْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتىَ‏ تُؤْمِنُواْ بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَ مَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن شىْءٍ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكلّْنَا وَ إِلَيْكَ أَنَبْنَا وَ إِلَيْكَ الْمَصِير؛ د  تا لپاره د ابراهیم او دهغو کسانو په ژوند کې چې له هغه سره وو، سرمشق شته ، هغه مهال چې خپل (مشرک ) قوم ته ئې ووئيل؛مونږ له تاسو او  له هغه څه چې له خداي پرته ئې عبادت کوئ بیزار یوو؛ مونږ د تاسو په نسبت کافر یوو؛ او  دمونږ او تاسو ترمینځ همیشنۍ دښمني راڅرګنده شوې ده،څو تر هغه وخته چې  په یوه واحد خدای ایمان راوړئ.  دابراهیم  پر هغو خبرو سربیره چې (خپل آکا آزر)ته ئې ووئيل، (او وعده ئې ورکړه ) چې د تا لپاره مغفرت غواړم، او په عین حال کې  دخدای تعالی په وړاندې  دتا لپاره  دهیڅ شي مالک نه یم (او هیڅ اختیار نه لرم): پروردګاره! مونږ پر تا توکل وکړ او  د تا وخوا ته بیرته وګرځيدو، او  هر څه بخښل ستا له لورې دي:::
captcha