ایکنا له مکې مکرمې راپور راکوي، پرون د بیت الله الحرام په لکونو جاجیانو د حج د مناسکو په پيلیدا کې، د قدوم په طوام سره ( دلومړني واجب یا مستحب طواف چې حاجي صیب ئې مکې ته له ورتلو وروسته ترسره کوي) په مکې کې د سږکال د حج د اصلی مناسکو دترسره کولو لپاره تیار شوي دي.
دهغه څه په ا ساس چې د سعودي عربستان چارواکو دجمعې په شپه اعلان کړي دي،د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره عربستان ته له نورو هیوادونو څه دپاسه یو اعشاریه شپږ میلیون حاجیان رارسیدلي دي،البته د عربستان له داخله د حاجیانو شمیر د خبر ترمخابیره کیدا پورې اعلان شوی نه دی.
دعربستان چارواکي تمه لري، چې سږکال د حج په دستورو کې دنړۍ له یوسل شپیتو هیوادونو څه دپاسه دوه میلیون حاجیان ګډون وکړي.
د بیت الله الحرام حاجیان دیکشنبې یعني له پرون ماښامه په ډير زیات شمیر سره دمناپه لور وخوځيدل او تر سه شنبې پورې د وقوف لپاره دعرفات صحرا ته واریدیږي.د عربستان چارواکو ګرځنده کلینیکونه،سنبال آمبولانسونه او کابو دوه دیرش زره مرستندوي کسان د بیت الله الحرام د حاجیانو د درملنې د خدماتو دوړاندې کولو لپاره په مختلفو برخو کې دیره کړي دی.
سږکال د عرفي خطبه په انګریزي، فرانسیسي ،اردو ،جرمني ،آسپانیائي ، انډونیشیائي ، بنګالي، ملایشیائي ،امهري وهوسا ،ترکیې، روسی، چیني وفارسي ،تامیلی ،فیلیپیني ،بوسنیائي،سواحیلی ،هندي اوسویډي ژبو کې ترجمه کیږي . دغه ترجمه د روانې او دقیقی ژباړې څخه د ډاډمنیدا په خاطر د ادبی اوتخنیکی څارنې لاندې ترسره کیږي.