ایکنا نیوز راپور راکړ، دغزې جنګ سبب شوی څو په لویدیځي هیوادونو کې ديری خلک د قرآن کریم او د اسلامی عقایدو او باؤرونو په باب حساس شي او ددغه دین له حقایقو د خبریدا او مطالعه کولو ته ګروهمن شي.
عبدالله حمد الازرق دعربی ۲۱ چینل په خبری سایټ کې د یوه مطلب په خپرولو سره لیکي؛د امریکا یو مسلمان دقرآن کریم یوه ترجمه شوي نسخه خپل یوه دوست ته چې امریکائي ماکو دی ورکړ،هغه امریکائي کس د قرآن کریم په لوستلو سره فکر وکړ چې حضرت محمد(ص) سمندر کچ کونکی دی . د نور سورې ۴۰آیت دهغه توجه ځان ته جلب کړې وه.؛ أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَنْ لَمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِنْ نُورٍ: یا (د هغه کارونه ِ) دهغو تورتمو په شان دي چې په سمندر کې ژرف دی چې څپه ئې پټوي او دهغه دپاسه یوه بله څپه ده او د هغوي د پاسه وریّځ ده، داسې توره تیاره ده چې ځیني پر ځينو ځیني د پاسه شوي دي ، کله چې [ ډوب شوی سړی ] لاس وباسي نو په سختۍ سره يې ويني او چا ته چې خدای رڼا نه وي ورکړې د هغه لپاره به هیڅ رڼا نه وي.
هغه کله خپل مسلمان دوست سره لیده کاته کوي، له هغه پوښټنه کوي،د تاسو پيِغمبر ماکو پاتې شوی دی ؟. د هغه مسلمان دوست ورته ځواب ورکوي ،نه ، او هغه ته وائي ، چې حضرت محمد(ص) د قرآن لیکوال نه دی او دا قرآن دخداوندمتعال له خوا وحي ده.
د سمندر کچ کونکي لپاره دغه ځواب لړزونکی او حیرانونکی ؤ. ځ که هغه خبرې چې دسمندر دطوفانونو په باب پکې ذکر شوي دي ، یوازې سمندر کچ کونکي پرې پوهیږي . هغه کس ووئيل که محمد (ص) د قرآڼ مؤلف نه دی او سمندر ئې نه دی لیدلی ،نو دا دلیل کافی دی پر دې چې قرآڼ د خالق هستي په وسیله نازل شوی چې ټول شیانو باندې پوهیږي ،نو ځکه حقیقت ته تسلیم شو او اسلام ئې ومانه.
له قرآن سره بلدیتا؛ د لویدیخوالو اسلام سره د ګروهنې یو مهم دلیل؛
په هغو تحقیقاتو کې چې کلونو مخکې مسیحي عالمانو یا د لودیځي ټولنې عامو خلکو اسلام سره دګروهنې ددلیلونو په باب ترسره کړي او د هغو نتیجې مو د ؛ په دوستۍ کې ترټولو نزدې کسان ؛ (أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّه) په عنوان سره خپرې ګړي دې نتیجې ته ورسیدم چې دهغو ترټولو مهم دلیل د قرآڼ لوستل دي.
تحقیقاتو نور دلیلونه هم راته وښودل ،داسې کسان مو ولیدل چې یوازې د آذان د اغیزو په خاطر ئې اسلام منلی دی .ځینو له هغوي سره د مسلمانانو د ښه چلیند په دلیل او دغه راز د ځينو نورو دلیلونو په وجه اسلام ته ګروهمن شول .
په عین حال کې د قرآن لوستل (حتی ترجمه ئې) ترټولو جوت دلیل دی او دیوه یا څو ایتونو لودسل اسلام ته د دځينو لویدیځي مسیحیانو د ګروهمنیدا لپاهر کافي دی .\
کټ سټیونز چې وورسته ئې خپله نامه یوسف اسلام باندې بدله کړه،دانګلستان یو هغه مشهور موسیقي پوه او سندر غاړی دی چې بې دینه شوی ؤ . یوه ورځ ئې ورو چې تازه له بیت المقدسه راغلی ؤ ، د قرآن کیم یوه ترجمه شوي نسخه هغه ورکړه او کله ئې چې د اخلاص سوره مطالعه کړه ،نو خپله مسلمان شونه ئې اعلان کړه.
جفري لانګ د امریکا د ریاضایاتو یو استاد دی چې یو ملحد ؤ، د قرآن کریم د ترجمې له لوستلو وروسته له اسلام سره ګروهمن شو . هغه وائي، هغه شی چې دی ئې حیران کړی ؤ دا ؤ چې کله د قرآن لوستل ئې پيل کړل، نو هرڅومره ئې په ژورتیا کې تلو ، نو لازیات ورته د پوښتنو ځواب ترلاسه کید او دا ئې یو منطقي کتاب وموند.
د غزې په جنګ کې ځیني هغه فلسطینیان چې له کنډوالو بهر راویستل کیدل ،همدورمه چې متوجه کیدل چې خپل خپلوان ئې له لاسه ورکړي دي، نو په ایما او بشپړ رضایت سره به ئې وئيل؛ الحمد الله ؛ نو دا ښکارنده د لویدیځي ډیری ځوانا حک بک پاتې کړي دي او د هغود علتونو په لټون کې شو ياو ددغه مقاومت او کلکې دریدا راز ئې په قرآن کریم کې موندلی او په زرګونو کسان له اسلام سره ګروهمن شوي دي.
په اروپا کې د اسلامی تنظیمونو مشر عبدالله بن منصور د الجزیره د یوه مهشور مجري احمدد منصور له قوله وائي، په دغو دوو میاشتو کې (یعنی په غزې د اسرائيلو له وحشي ډوله حملو وروسته ) یوازې په فرانسې کې شل زره کسان دقرآن کریم له لوستلو وروسته له اسلام سره ګروهمن شوي او همدغه پيښه د ستمبر د یولسمې نیټې وروسته هم رامینځةشوې ده.
خدای تعالی په رښتیا سره دمحمد (ص) سورې په ۴۷ آيت کې فرمائي؛ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ: او که مخ واړوئ نو(خدای ) به د تاسو ځای له تاسو پرته بل چا ته ورکړی چې د تاسو په شان به نه وي.:::