ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې دتبلیغ عمومی مدیر د رسالات الله سمینانر ترسره کیدا ته په اشارې سره ووئيل،په دغه سمینار کې په یوه کمیشن کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د کنفیډریشن دجوړیدا په باب بحث او دنظر تبادله کیږي. د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې دتبلیغ عمومی مدیر حجةالاسلام سید مصطفی حسینی نیشابوري ایکنانیوز سره په خبرو کې په رسالات الله سمینار کې چې پرون د لسو هیوادونو د استازو په شتون سره پیل شوی دی ،د قرآڼ دنړیوالو سیالیو د کنفیډریشن دجوړولو په زمینې :ې د نظر تبادلې او بحث په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل، مخکې د قرآن د قرائت او حفظ په حوزې کې د قرآڼ د سیالیو په ترسره کیدا سره ځيني خبرې اترې شوي دي. د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر هم دغه موضوع تعقیبوي او ددغو خبرواترو نتیجې به په راتلونکو کې مشخضې شي.
حسینی نیشابوری د ایران د قرآڼ نړیوالو سیالیو دګډون کونکو شمیر ته په ا شارې سره ووئيل، سږکال د سیالۍ کونکو شمیر دوه برابره زیات شوی دی.د رسالات الله په سمینار کې هم په نظر کې لرو، که وتوانیږو ، په اسلامی نړۍ کې په رول لوبونکو او نړیوالو میلمنو سره خبرې اترې وکړو، او دغه موضوع له هغوی سره شریکه کړو،څو دهغه تفاهم له لارې چې دمونږ په مینځ کې رامینځةکیږي، ګامونه پورته کړئ شو.
د ایران د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې د تبلیغ عمومی مدیر ووئيل، په تیرو کلونو کې د قرآن په نړیوالو سیالیو کې دحاضرو هیوادونو شمیر کابو اویا هیوادونه ؤ ،خو سږکال څه دپاسه یوسل دیرشو هیوادونو ته دغه شمیر رسیدلی دی ،ابته دقیقې شمیرنې به د خیریه چارو او اوقافو ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر وړاندې کړی، خو همدغه دوه برابره کیدا پخپله یو لوی موقعیّت دی .ددې په ترڅ کې چې د ګډون کونکو کیفیّت هم لوړ شوی دی .
https://iqna.ir/fa/news/4192255