IQNA

د نیویارک په منیځ کې ؛یوم حسین؛ او د حسیني بیرغ رپيدا د کیمرې له سترګې  

15:39 - July 16, 2024
د خبر لمبر: 3489542
ایکنا - پارس ټوډې – د امریکا مسلمانانو  دامریکا د نیویارک ښار په مینځ کې د ؛یوم حسین؛ دستورو په ترسره کولو سره ، د شهیدانو له سرور او سردار سره خپله مینه او عشق نندارې ته وړاندې کړ.

ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،په امریکا کې اوسیدونکو مسلمانانو د محرم د میاشتې په لومړئ یکشنبې ورځې  د  ؛یوم حسین یا حسین ډې ؛ په عنوان سره  ولولناکې دستورې ترسره کړې.

 پارس ټوډې  راپور ورکړي، په دغو دستورو کې د نیویارک  د منهیټن سیمې په دنګو دنګو ودانیو په مینځ  کې د ؛یاحسین ؛ چغو  په درستې فضا کې انګازې کولې.

سږکال د  ایران ،پاکستان، افغانستان، هندوستان،بنګله دیش ، او نورو ډيرو هیوادونو پشمول  له مختلفو هیوادونو څخه  په امریکا کې  مسلمانان په یوه زړۀ او یووالي  سره  د نیویارک  په منهیټن واټونو کې  غونډ شول څو د کربلا د شهیدانو د سردار  حضرت اباعبدا... الحسین علیه السلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو په یاد او درنښت کې  ؛حسین ډې ؛  په پرتم سره ولمانځي.

د اسلام د ګران پیغمبر  د اهل بیت علیهم السلام  مینه والو ، د نیویارک د منهیټن سیمې په واټونو کې د ماسپښین او مازدیګر په جماعت سره د لمانځه  له اقامې وروسته  په مختلفو ژبو  کې  د کربلا  د شهیدانو د حماسي پاڅون د یاددښت  لپاره سینه زني او ویر او ماتم وکړ.

په راپور کې وئيل شوي دي، زیاتره کورنیو  د نیویارک په سختې ګرمې  هوا کې له خپلو واړو ماشومانو سره  یو ځای  په دغو دستورو کې ګډون وکړ  څو  دوي د لویدیځ په مادي پالې فضا کې  د حضرت امام حسین علیه السلام  له مکتب سره له نزدې آشنا کړي.

ګډون کونکو پر عزادارۍ سربیره ، د محمرم دمیاشتې  دپخوا دود په اساس ، د خوړو ،اوبو ، شربتو  پشمول د نذرونو په ویشلو سره  په دغو دستورو کې  دګډون کونکو او  هغو خلکو چې  په منهیټن واټونو کې ددغو دستورو دلیدو لپاره  موجود وو، میلمه پالنه وکړه .

ځینو حسینی عزادارو   د  ګلابو دګل د  څانګو   او  د کربلا دپاڅون په باب په انګریزي ژبه لیکل شوو بروشرونو  په ویشلو سره  د نورو دینونو   لارویانو او خلکو لپاره دغه تاریخي واقعه بیان کړه.

په نیویارک کې مسلمانان  پر ؛ حسین ډې؛ سربیره  ددغه ښار په مختلفو جوماتونو کې هم شتون پیدا کوي  او  د  مختلفو دستورو په ترسره کولو سره  د اباعبدا... الحسین او دکربلا د پاڅون  یاد او  عزاداري ژوندئ کوي.

https://parstoday.ir/fa/world-i2006

captcha