ایکنانیوز راپور راکوي،د پاکستان اهل تشیّع او د اهل تسنن د یووالي او وحدت مینه والو اوس هم چې د شهید عارف حسین الحسینی د شهادت شپږدیرش کلونه تیر شوي دي، په پاکستان کې د وحدت د جارچي وا بیرغوال فعالیتونه او اقدامات هیر کړي نه دی او د هغه یاد لمانځي .
د پاکستان په اسلام اباد کې ددغه هیواد د اهل تشیع د ارواښاد مشر او شیعه او سنی مسلمانانو ترمینځ د اتحاد بیرغوال شهید عارف حسین الحسیني د شهادت د کلیزې په مناسبت په یوې جوړې شوې غونډې کې ویناوالو له صهیونسټ جنایتکار رژیم او د هغه د ملاتړې استکبار ضدې جبهې څخه د انتقام لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په پیاوړي ملاتړ شره، د مظلومانو د دفاع او له تفرقې سره د مقابلې غوښتنه وکړه.
په راپور کې وئيل شوي دي،پرون ناوخته په اسلام اباد کې د شهید سید عارف حسین الحسنیي د شهادت د شپږم دېرشمې کلیزې په مناسبت د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین له خوا د درنښت دستورې ترسره شوې.
په دغه غونډه کې شیعه او سني ویناوالو د اسلامي امت د یوزړه توب او وحدت د پیاوړتیا، په پاکستان کې د شیعیانو د ټولنې د یوهیړوالي، د حماس غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه د ترور د پایلو، په سیمې کې د اسراییلو د تیري ګریو، د اسلامي نړۍ په خلاف د امریکا او صهیونسټ رژیم د دسیسو، او د غزې فلسطین، کشمیر او پاراچنار په اړه خبرې او ویناوې وکړي.
د پاکستان مذهبي شخصیّتونو، ګوندي مسوولانو، د علمي مرکزونو مشرانو او رسندویي شخصیتونو په دغو دستوروکې په ګډون سره، شهید عارف حسین الحسیني د وحدت ملاتړی او د اسلامي ارزښتونو مدافع وبالۀ او ټینګار یې وکړ: د ظلم او زیاتي په وړاندې د ودرېدو لپاره د هغوي میړانه، د اسلامي انقلاب له ایډیالوجۍ سره دهغوي د وفادارۍ او د امام خمیني د افکارو د پیروۍ نښه ده.
ګډونوالو،د مسلمانانو د ګډو ګټو د دفاع لپاره په اسلامي ټولنو کې د موثرو مذهبی مشرانو او د اسلامي هیوادونو د واکمنانو د ګډ حرکت او د اسلامي امت د ورورۍ او وحدت په خلاف د نړیوال استکبار په تېره بیا د امریکا او اسراییلو د توطئو د څرګندولو په ضرورت ټینګار وکړ.
دوي وویل چې د عاشورا د مکتب او د امامانو د خبرو پیروي تقاضا کوي چې د سیمې د مظلومانو په تېره بیا د فلسطین او غزې د خلکو کلکه دفاع وکړو.
د پاکستان د مشرانو جرګې غړي او د وحدت مسلمین مشر سناتور علامه ناصر عباس جعفري د صهیونسټي دښمن په خلاف په جنګ کې د مقاومت د پیاوړې روحیې په ستاینې او د غزې د شریفو خلکو او مظلومو ولسونو څخه د ایران د بې دریغه ملاتړ په قدرونې سره وویل: له صهیونسټ جنایتکار رژیمه دردناک انتقام قطعي دی اومونږ په بې صبرۍ سره له قاتلو صهیونسټانو څخه د ایران د انتقام په تمه یوو.
ځینو نورو ویناوالو د اسلامي نړۍ په تېره بیا د پاکستان د شیعیانو ستونزو ته په اشارې سره،د شهید عارف حسین حسیني له زمانې سره دغه مشکلات پرتله کړل او د پاکستان له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې د دغه هیواد د شیعیانو د ستونزو په تېره بیا د پاراچنار د خلکو د مسایلو حل ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
علامه عارف حسین الحسیني د ۱۹۸۸ کال د اګست په پینځمه نیټه په پاکستان کې د جنرال ضیاء الحق د پوځي واکمنۍ په زمانه کې په پیښور کې د سهار له لمانځه وروسته په خپلې مدرسې کې په ډزو وویشتل او شهید کړی شو. هغه د مسلمانانو د وحدت او د ظالمانو په خلاف د مبارزې سخت پلوي و.
شهید حسیني په پاکستان کې د شیعه سني د وحدت لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او د اسلام د وحدت دښمنانو د هغه وجود ونه زغمی شو او په دغه ورځ یې شهید کړ.
یاد دې یې تل ژوندی وي.