IQNA

په نجف اشرف کې د پيغمبر(ص)د رحلت د کلیزې په دستورو کې د ګډون کونکو شمیر۵ میلیونو ته رسیدلی    

8:59 - September 04, 2024
د خبر لمبر: 3489799
ایکنا – په نجف اشرف کې د علوي مقدس آستان د اسلام دګران پيغمبر(ص) د رحلت د کلیزې په دستورو کې د ګډون کونکو زیارتوالو شمیر کابو ۵ میلیون زیارتوال اعلان کړ.

ایکنانیوز راپور راکوي،دعلوي مقدس آستان په وروستۍ اعلامیې کې راغلي دي ،کابو ۵ میلیون زیارتوالو په نجف اشرف کې د د حضرت محمد مصففی(ص) د رحلت د کلیزې په زیارت کې ګډون وکړ.
د علوي مقدس آستان د اطلاع رسونې د ادارې مشر حیدر رحیم په یوې مطبوعاتي ناستې کې په دې باب ووئيل؛د حضرت محمد مصفطفی(ص)د رحلت د  زیارتوالو ویرجنو شمیر څه دپاسه پنځه میلیون کسانو ته رسیدلی دی.
هغه ووئيل؛ټول اړونده ادارو او اورګانونو د علوي مقدس آستان د زیارت لپاره د زیارتوالو د ورتلو د آسانتیاؤ لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي.
 د نجف اشرف والی یوسف مکی ګناوي هم د پيغمبر اکرم د رحلت د کلیزې د زیارت د ځانګړي امنیتی پلان په بریالیتوب سره د ترسره کیدا خبر ورکړی دی.
د حضرت محمد مصطفی(ص) د رحلت او د حضرت امام حسن ع دشهادت د کلیزې په شپو ورځو کې په نجف اشرف او کربلا معلی کې په میلیونونو زیارتوال ویر او ماتم کوي او د مومنانو دامیر په درګاه کې دعا او لمنځ کوي.
په دې مناسبت د  ایکنانیوز ټول کارکونکي تاسو درانه خدمت ته تسلیت وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4234723

captcha