ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکوي، د لبنان حزب الله ولسی مبارز غورځنګ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژیم د هیواد په سرحدي ښارنو باندې په غونچه ایزو بمونو سره بمبارئ کوي.
د حزب الله په اعلامیې کې راغلي دي ، چې د اسرائيلو وحشي رژيم پوځد حنین او تیري ښارګیو ترمینځ سیمه په ممنوعه غونچه ایزو بمونو لرونکو راکټونو سره بمباری کړې ده.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، مونږ په هغه نوي وحشي ډوله جنایت چې د لبنان او فلسطین د ملتونو په ضد اسرائيلو د جنایتونو له خوا زیات شوي دي،اصلا هیڅ حیرانتیا نه لرو،ځکه وحشیتوب او جنایتکاری د اسرائيلو یو اصلي خوي دی.
پر ګڼ نفوسو سیمو او یا د هغو په په شاوخوا سیمو باندې په غونچه ایزو بمونو سره بمباري او ورڅخه استفاده د جینیوا کنونشن په اساس ممنوع ده ځکه غونچه ایز بمونه دعامو خلکو په تیره بیا دماشومانو ژوند له خطرې سره مخامخ کوي.
د صهیونیسټي رژيم د تلې د میاشتې په دوهمه نیټه د لبنان د جنوب سیمو بمباري کول پیل کړل چې تر دې د شیبو پورې هماغه راز دوام لري.
د لبنان د روغتیائي چارو وزارت د اعلامیې په اساس،دغو حملو تر دې دمه په زرګونو عام خلک شهیدان او ټپیان کړي دي.د لبنان حزب الله ولسی مبارز غورځنګ هم په دغه هیواد کې د عامو خلکو د په نښه کولو په مقابل کې چپتیا نه ده غوره کړې ، او د وحشي او جنایتکارو صهیونیسټي پوځیانو د مورچلو او پوځي مرکزونو په ضد ئې خپل عملیات زیات کړي ،ان د نیواکي فلسطین په شمال کې ئې تر صهیونیسټي ښارګوټو پورې عملیات پخپلو عملیاتو کې شامل کړي دي او په تیرو شپو ورځو کې ئې په سلګونو توغندي او ډرونز د صهیونیسټي وحشي رژيم پر مورچلو او پوخي مرکزونو اوتاسیساتو ورولي دي.