ایکنانیوز په اندونیشیا کې د اسلامی ایران د سلایارئ له قوله راپور راکوي، په انډونیشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوری سلایار محمد رضا ابراهیمي ددغه زده کونې د پړاؤ په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل؛په قرآنی تعلیماتو باندې دعمل او د کلتور پراخولو او د وحی دکلام دحافظان د شمیر دز یاتولو په موخې سره په ایراني رودې اوسټایل سره د قران کریم د حفظ پلان ددغه پلان ترټولو مهمه سټراټژي ده . په اسلامی ټولنې او حتی په اسلامی هیوادونو کې د قراڼ د حافظانو دجدي کمښت او د قرآن کریم د حفظ د اهمیّت په باب د اسلامی انقلاب دستر لارښود په سیرت اوتذکر کې د تعلیم رودې ته پام،دغې سټراټژۍ ته دتوجه اهمیّت دوه چنده کړی دی.
د قرآن کریم مدرس او حافظ مرضیه ابوالحسني د قرآڼ د حفظ د استاذانو او مربیانو په ټول کې ووئيل؛ کله د وګړو لپاره د قرآن کریم د حفظ منزلت اوقدر اوځائيګی روښانه شي،نو قطعا د قرآن دحفظ لپاره د انسانانو هوډ لا پیاوړی کیږي. نو ځکه هغه لومړنی مورد چې باید د قرآن زده کولو لپاره بیان شي، دحافظ شونې انګیزه ده.
هغه ووئيل په مختلفو هیوادونو کې د قرآن کریم د حفظ روده مختلفه ده ، ځیني هیوادونه د کتابت له لارې حفظ کوي ،یعنی له لامسه حس څخه مرسته اخلی ، ځیني هیوادونه د سماعي او د آوریدو له حسه استفاده کوي. په همداوروستیو کې یوه روده ایجاد شوې ده ، د تصویری رودې په نامې سره چې د بینائۍ له حسه لازیاته استفاده کوي، او البته کله د قرآن دحفظ لباره ټولو حواسو څخه استفاده کوو، نو په قطعی توګه به لا ښه نتیجه ترلاسه کړو. دا داسې روده ده چې په ایران کې دود ده او له دې لارې په زرګونو کسانو د قرآن حفظ کې بریالی شوی دي.د قرآن کریم د حفظ د رودې او سټایل کتاب به ډير زر په انډونیشیائي ژبه د ایرانیو استاذانو له تجروبو څخه په استفادې سره ترجمه او د قرآن کریم د حفظ د مدرسانو او موسیسو په ا ختیار کې ورکړل شي.