IQNA

په متحده ایالاتو کې د فلسطین د ملاتړو ۱۵۰۰ محصلینو د ویزو لغوه کول 

10:44 - April 20, 2025
د خبر لمبر: 3490987
ایکنا - د متحده ایالاتود  زوړپالو لوري حکومت د فلسطینیانو د حقوقو د ملاتړ په وجه  د ۱۵۰۰ بهرنیو محصلینو تحصیلي ویزې لغوه کړې؛ دغه اقدام محصلین له لالهاندئ او د دوي په ورځني ژوند کې له ګډوډۍ سره مخ کړي دي. 

 ایکنانیوز راپور  راکړی، چې د میډل ایست آی له قوله نقل شوی، په وروستیو اونیو کې د F-1 یا J-1 ویزو د لغوه کېدو له امله د کابو  ۱۵۰۰ بهرنیو محصلینو ژوند په متحده ایالاتو کې ګډوډ شوی دی. 

د Inside Higher Ed لخوا د ترسره شوې څېړنې له مخې، د امریکا  له  ۲۴۰  زیاتو پوهنتونونو محصلین د خپل قانوني اقامت د وضعیت د بدلون له ستونزې سره مخ شوي، چې په دې معنا ده چې نور نشي کولی خپلې زده‌کړې په حضوري ډول بشپړې کړي او باید خپلو کورونو ته ستانه شي. 

د درو پوهنتونونواړونده مسئولانو میډل ایست آی ته ویلي چې دوي هیڅ مخکینی خبر نه دی ترلاسه کړی او د محصلینو د اخراج دلایل ناڅرګند دي. 

د دغو محصلینو د وضعیت د بدلون په اړه نه له دوی سره او نه هم له پوهنتونونو سره مستقیمه اړیکه نیول شوې ده. د واشنګټن پوهنتون اعلان کړی چې د ۱۳ هغو محصلینو تحصیلي ویزې لغوه شوې چې تازه یې نوم‌لیکنه کړې وه او همدارنګه د ۱۰ هغو فارغ التحصیلو محصیلینو ویزې چې د ماسټرۍ په پروګرامونو کې یې نوم‌لیکنه کړې وه، ویزې ئې لغوه شوي دي.

د کنکټیکټ پوهنتون هم اعلان کړی چې د ۱۲ محصلینو ویزې، په شمول د شپږو لیسانس او شپږو ماسټرۍ محصلینو او همدارنګه یوه مسلکي ماسټرۍ فارغ‌التحصیل ویزې  لغوه شوې دي. په ورته وخت کې، د نیوجرسي د راتګرز پوهنتون هم خبر ورکړی چې لسګونه محصلین یې د دې اقدام له امله اغېزمن شوي دي. 

د واشنګټن پوهنتون په یوې عامې اعلامیې کې ویلي چې هیڅ نښه نشته چې د محصلینو ویزې د کوم سیاسي فعالیت له امله لغوه شوې وي. دې پوهنتون زیاته کړې: "موږ هیڅ نښه نه لرو چې دا اقدامات د یوه فعالیت یا د بیان د ازادۍ د حق د کارولو له امله  شوي وي." 

دا ټولې پېښې یوه ګډه ځانګړتیا لري: د دې محصلینو هیڅ یو پر کوم جرم تورن شوی نه دی. پرځای ئې، دولت د یوه مهاجرتي قانون څخه کار اخیستی چې په ندرت سره ورته مراجعه کېږي، کوم چې د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورکوي چې که هغه د دوي شتون د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ لپاره ګواښ وګڼي، د دوی ویزې لغوه کړي. 

د مارچ په پاي کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې که محصلین په ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون وکړي، واشنګټن به هغه ویزې لغوه کړي چې مخکې صادرې شوې وې. هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: موږ تاسو ته ویزه درکړې چې راشئ او زده‌کړه وکړئ او سند ترلاسه کړئ، نه دا چې د ټولنیز فعال په توګه زموږ پوهنتونونه خراب کړئ." 

هغه په هغه وخت کې دا هم اعلان کړی و چې ممکن له۳۰۰ څخه زیاتې ویزې لغوه کړي.هغه ویلي وو: "په دې مرحله کې شاید له ۳۰۰ څخه زیاتې وي. موږ هره ورځ دا کار کوو. هیله ده چې دا کار ژر پای ته ورسېږي او له دې ټولو څخه خلاص شو، خو هره ورځ د دې دیوانو په لټه کې یو چې هرڅه خرابوي." 

په میشیګان کې مېشت وکیل امیر مکلد،چې د فلسطین د ملاتړو معترضینو وکالت یې کړی، وویل چې روبیو مخالفین د ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه انځوروي. هغه زیاته کړه: هغه څه چې مونږ یې وینو او شاهد یې یو،د معترضو محصلینو د سزا ورکولو لپاره یوه همغږه هڅه ده، په تیره بیا کله چې د فلسطین پلوه مظاهرو خبره راځي.دا مخکې یوازې یو عادي سیاسي مخالفت و.

https://iqna.ir/fa/news/4277132   

captcha