
ایکنا نیوز د آناتولي له قوله راپور راکوي، د ترکیې په ماردین ولایت کې د دارالافتاء لخوا پرانستل شوې یوه قرآني تعلیمي موسسې کې،داسې ښځې چې غوږونه ئې کاڼه وي او ډير کم آوري، د اشارو په ژبه قرآن کریم او دیني معارف زده کوي.
د ماردین د آرتوکلو په سیمه کې د دې تعلیمي کورس د یوې برخې په توګه،دغه میرمنې په اوونۍ کې ۶ ساعته روزنه ترلاسه کوي.
نازان آگالدای،چې د مفتي په دفتر کې د ناشنو یا کاڼو د چارو همغږي کوونکې ده،له آناتولي سره په خبرو کې ویلي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې ناشنو یا کاڼو ښځو ته تدریس کوي.
آگالدای زیاته کړې،چې دوی یوازې د اشارو په ژبه د قرآن تدریس پورې محدود نه دي، بلکې دیني مسایل هم ورزده کوي او ځینې سورې او دعاګانې هم حفظ کوي. هغې یادونه وکړه، چې د ترکیې د دیني چارو اداره هر کال نوي تعلیمي مواد استوي او دوی د اشارو ژبې د الفبا د تدریس لپاره له یوه کتاب څخه کار اخلي. هغې تشریح کړه،چې دا تعلیمي کورس د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو لپاره هم یو ځای دی.
الیف چایبوگون،چې ۴۲ کلنه میرمن ده، وویل،چې د قرآن کریم او دیني معارفو، لکه لمونځ،حج او خیریه چارو د زده کړې لپاره په دې کورس کې ئې ګډون کړی دی.
له بلې خوا، صفیه شاهکولوبی یاغچي، چې ۵۲ کلنه ده، وویل،چې د کم شنو یا کَڼو خویندو په شتون خوشحاله ده او د دوی استاده د اشارو ژبه پوهیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4279110