ایکنا نیوز د spa.gov.sa له قوله راپور راکړی، دا نندارتون په مراکش کې دویم او په نړۍ کې د دغې پیښې اووم پړاو دی، چې د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې په ۱۰ (۲۰ غوای) د مراکش د اوقافو او اسلامي چارو د وزارت په ملګرتیاپیل شوی او مئ تر ۲۰ (۳۰ غوای) پورې به دوام وکړي.
د ملک فهد د قرآن چاپ او نشر مجمع په دې نندارتون کې د سعودي عربستان هڅې،چې د قرآن چاپ او د الهی کلام په بیلابیلو ژبو ژباړه ده، نندارې ته اېښې دي.
د مجمع لخوا چاپ شوي قرآنونه په بیلابیلو اندازو او چاپونوسره،د قرآن کریم ژباړې په ۷۸ ژبو او د قرآن د چاپ او دقیقې ارزونې وسیلې د سعودي عربستان په سټال کې نندارې ته ایښودل شوي آثار دي.
دا سټال د لیدونکو له تود هرکلي سره مخ شوی، او دوي د قرآن په چاپ کې د نوې ټیکنالوژۍ کارول، چې د قرآن د متن په ساتنې او د چاپ په دقت کې اغېزمن دي، وستایل.
یادونه کیږي، د ملک فهد د قرآن چاپ او نشر مجمع د نړۍ تر ټولو لوي د قرآن چاپخونه ده، چې د ۴۰۰ میلیونو څخه زیاتو قرآنونو په تولید سره، دا قرآنونه ئې د قرآن د نشر او په نړۍ کې د اسلامي ارزښتونو د سسټماټیک کولو په موخه ویشلي دي.
له دې مخکې، د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د مدینې د ملک فهد د قرآن چاپ مجمع له تولیداتو ۱۵۰ زره نسخې قرآنونه د انډونیشیا پلازمېنې جاکارتا ته لېږلي وو، څو د جکارتا د استقلال جومات په «جسور» نندارتون کې وړاندې شي.
https://iqna.ir/fa/news/4281964/