ایکنانیوز د journal ۲۴ له قوله راپور راکړی،دا الجزایر دغه ښځه ۴۱ کلنه ده او د قرآن کریم په سپکاوي سره ئې د سِحر او جادو د خپرولو هڅه کړې ده.
دا ۴۱ کلنه جادوګره ساحره،چې له درو نورو کسانو سره یوځای نیول شوې ده، په خپلو فعالیتونو کې له نشهيزو توکو او طِلسمونو څخه کار اخیستی و.
د الجزایر د پلازمینې الجزیره د امنیت ادارې (امنیتي سرویس) په یوې اعلامیې کې ویلي دي،دا شکمن د درغلۍ په موخه جادوګرۍ ته مخه کړې وه او وروسته له دې نیول شوې چې د پلازمینې په یوې کوڅې کې د سِحر او جادو د کولو په اړه معلومات ترلاسه شول.
نوموړې همداراز د قرآن کریم د قصدا سپکاوي، ویجاړولو او پاره کولو په تور، چې د سحر،جادو،فالګیرۍ او طلسم د ترسره کولو او خلکو ته د روحي او بدني زیان رسولو په موخه ترسره شوي، متهمه شوې ده.
دا الجزایری ښځه د سِحر او جادو د دودیدا لپاره په موبایل ټیلیفونونو او ټولنیزو چینل کې د خلکو د خصوصي حریم،عزت او حیثیت د خلاف ورزي کولو په تور هم تورونه ده.
درغلي، د فسق او فحشا لپاره د ځای جوړولو،فساد کولو،د نشهييزو موادو د ساتلو او نورو ته د وړاندې کولو په موخه ددغو موادو د استعمال اراده نور هغه تورونه دي چې د قرآن سپکاوي کوونکې ته منسوب شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4283707