IQNA

   د قرآني استادانو فکري غونډه

د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم سیالیو بیا رغونه؛ تمدني لیدلوری؛   

10:34 - May 28, 2025
د خبر لمبر: 3491185
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت  د قرآني استادانو د فکري غونډې لومړنۍ ناسته، د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اووم پړاو په  چورلیزتوب، د روان کال د غبرګولې د میاشتې  په څلورمه نېټه د هېواد د پوهنتونونو د قرآني  ادارې د کنفرانسونو په  هال کې د شهید تقوي په نوم، د یو شمېر مخکښو قاریانو، حافظانو او د قرآني چارو کارپوهانو په شتون سره ترسره شوه. 

ایکنانیوز راپور راکوي،دا غونډه د ایران  د یوه نړیوال قاري محمدرضا پورزرگري په تلاوت سره پیل شوه او د پوهنتونونو د قرآني  ادارې مشر جلیل بیت‌مشعلي، او د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اووم پړاو منشي، د دغې پیښې په اړه یو شمېر ټکي بیان کړل. 

په دغې غونډې کې هر یوه حاضر استاد د دغې نړیوالې پیښې د لا پرتمینې ترسره کېدو لپاره خپل نظرونه وړاندې کړل، چې مهم ټکي ئې  تاسو سره هم شریک کوو. 

په تېرو شپږو پړاوونو کې ۱۷۶ قاریان او ۱۵۴ د قرآن کریم حافظان برخه‌وال وو. 

د اووم پړاو سیالۍ به د ۴۳ قاریانو، ۷۲ حافظانو او ۲۴ اثارو په  شتون سره د قرآني نوښتګرو ټیکنالوژیو په څانګې کې ترسره شي. 

د  نوښتګرو ټیکنالوژیو او قرآني تولیداتو»څانګه  له  اووم پړاو څخه د سیالیو د نورو برخو ترڅنګ اضافه شوې ده. 

د سیالیو له پلیټفارم څخه باید د مقام معظم رهبري د لارښوونو د مختلفو اړخونو د بیان او د اروپا او امریکا ځوانانو ته د  هغه د لیک د بیانولو  لپاره استفاده وشي. 

 محصلین   ځانګړې موضوعګانې  او اندیښنې لري، نو ځکه د سیالیو اړخونه باید د ددغې پرګنې د ګروهنې په اساس وي ، او د محصلینو له خوا د منلو وړ موضوعاتو باندې  ډېر ټینګار وشي. 

بازآفرینی مسابقات قرآن دانشجویان مسلمان با نگاه تمدنی؛ تأکید بر تثبیت هویت

د سیالیو د پراخ  پوښښ لپاره، په تیره بیا ه د بهرنیو رسنیو له لارې، باید دقیق پلان جوړ شي. 

وړاندیز کېږي چې د ترتیل په څېر څانګه، چې د ځوانانو او محصلینو ترمینځ زیاته  لیوالتیا  ورته شته، سیالیو ته ورزیاته  شي. 

ټول هغه هېوادونه چې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي، خپلې سیالۍ په پلازمېنو کې جوړوي، نو داسې ښکاري چې د دې سیالیو د ترسره کېدو لومړی لومړیتوب باید تهران وي. 

د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم نړیوالو سیالیو اهمیت د محصلینو د  دشتون   له امله دی، نو پر دې اساس، فرعي پروګرامونه باید له دغې پرګنې سره متناسب پلان شي. 

سیالۍ باید له سره تر پایه په پوهنتوني چاپېریال کې ترسره شي او له اجرائي عواملو رانیولې  د ترسره کېدو تر ځای پورې ټول په پوهنتون کې وي. 

په ایران کې ټول برخه‌وال باید په یو شان درناوي سره ونازول شي او ټوله تمرکز باید یوازې پر لومړي، دویم او درېیم  لمبر کسانو نه وي.

 د سیالیو  اصلي موخه  باید د سیالیو په ټولو اړخونو کې د یوه شعار په توګه ولیدل شي.

قرآنی غوره میرمنې  دتخصصي ناستې د ترسره کیدا لپاره  وبلل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4284635

captcha