IQNA

په مسجدالحرام کې د حاجیانو د قرآني سیالیوهرکلی(انځورونه) 

10:52 - May 29, 2025
د خبر لمبر: 3491196
ایکنا -  د خداي د کور حاجیانو د قرآن کریم د تلاوت او حفظ لومړنۍ سیالي د مسجدالحرام د دیني چارو د تولیت په هڅو سره په دغه مسجد کې ترسره کېږي. 

 ایکنانیوز د پرس بي په حواله راپور راکړی، دا سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ، د غبرګولي ۲ په مسجدالحرام کې پیل شوې او د حج په موسم کې د حاجیانو لومړنۍ قرآني سیالۍ دي. 

دغه سیالئ د حاجیانو له پراخ هرکلي سره مخ شوې او له زرو څخه زیاتو کسانو پکې ګډون کړی دی. 

د حاجیانو او قرآن ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول، د قرآني پیغامونو او تعلیماتو خپرول او د الله د کور د مېلمنو لپاره په مسجدالحرام کې د قرآني او معنوي زده کړو چاپېریال برابرول د دغو سیالیو د ترسره کولو موخې دي. 

د ټول قرآن کریم حفظ، د قرآن نیمائي حفظ او د قرآن کریم زده کړه او تلاوت د دغې سیالۍ بېلابېلې برخې دي او دا سیالۍ لا هم دوام لري. 

همدارنګه، دا قرآني پیښه د تلاوت او حفظ په برخې کې د غوره حاجیانو پېژندل او تجلیل او د دغه معنوي سفر په اوږدو کې د قرآني اغېزو پیاوړي کول په پام کې لري.

 

https://iqna.ir/fa/news/4285133   

captcha