IQNA

حج په قرآن کې / 6

حج؛ د ځان جوړونې او اخلاقي رزالتونو د له مینځه وړلو ‌ډګر 

10:11 - June 04, 2025
د خبر لمبر: 3491220
ایکنا -  قرآن کریم د حج مناسک د اخلاقي ځان‌جوړونې د پیاوړتیا، د زغم د مشق کولو او له مرګ وروسته د ژوند لپاره د معنويت او د  ښو عملونو   د برابرولو لپاره یو فرصت بولي.

حج؛ د ځان جوړونې او اخلاقي رزالتونو د له مینځه وړلو ‌ډګر په البقرې سورې کې ، په آیت ۱۹۷ کې راغلي:«الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ».

د «رفث» کلمه د جنسي اړیکو په معنی، «فسوق» د دروغو او  بدو ردو ویلو په معنی او «جدال»  «لا واللَّه»  او «بلى واللَّه»   په معنی دی. دا آیت ښئي چې دا الهي فریضه له  اخلاقي او چلندي پابندیو  سره مل ده. د نا خوښوخبرو، نافرمانۍ او جدال په څېر چلندونه  د حج په  شپو ورځو کې منع شوي او  له دغو څخه پر ځان ساتنې ټینګار شوی دی.

قرآن  کریم بیا یادونه کوي: «وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَیْرَ الزَّادِ التَّقْوَى»، چې معنی ئې د انسان د معنوي لارې لپاره د اعمالو  او توشې برابرول دي. په دې آیت کې تقوا نه یوازې د حج یو هدف، بلکې د دیني ژوند په لاره کې «غوره توشه» بلل شوې ده. په دې توګه، حج یو یولړ مراسم  دي چې په هغه کې د اخلاقي  چلند تمرین، د  ځان منامئ پرېښودل او د خالص بندګۍ پر تمرکز اصلي  چورلیز جوړوي. 

https://iqna.ir/en/news/3493312

captcha