IQNA

د ایران بیاځلې موشکي بریدونو د نیواکي ټاټوبو مختلفو سیمې په نښه کړې  

18:25 - June 17, 2025
د خبر لمبر: 3491284
ایکنا - د ایران د توغندوي بریدونو اتمه څپې د نیواکي ټاټوبو پراخې سیمې په نښه کړې. 

د صهیونیستي رژیم د رسنیو د اعلان له مخې، د حیفا «بازان» چاڼځاي چې په دغه توغندوي برید کې په نښه شوی، د اسرائیلو تر ټولو لوي چاڼځا دی او د دغه تیریګر او جنایتکار رژیم د انرژۍ په امنیت کې حیاتي رول لري. دا چاڼځای د ورځې  کابو  ۱۹۷ زره  بیرله اومه تیل تصفیه کوي، د اسرائیلو کابو  ۴۰ سلنه پیټرول او ۶۰ سلنه ډیزل تیاروي او په ټولیزه توګه د دغه رژیم د داخلي بازار ۷۰ سلنه سونګو توکي تولیدوي. 

د ایران د بریدونو د سختوالي له امله د نیواکي ټاټوبو د ځمکې لاندې پناهځایونو نړېدل

صهیونیستي سرچینو راپور ورکړی، چې د ایران د تېرې شپې د بریدونو د شدت له امله د اشغال شویو سرزمینونو د ځمکې لاندې پناهځایونه نړېدلي دي. 

عبري سرچینې: په تل‌ابیب کې د بې‌ساري اورلګیدنو پیل

عبري سرچینو راپور ورکړی، چې د ایران د تېرې شپې د بریدونو د څپې له امله په تل‌ابیب کې په ځینو سیمو کې بې‌ساري اورلګیدنې رامینځته شوې دي.

فلسطین الیوم د عبري رسنیو په حواله راپور ورکړی: په تل‌ابیب کې په ځینو سیمو کې د ایرانيو توغندیو د لګېدو له امله بې‌ساري اورلګیدنې رامینځته شوې دي.

سربیره پر دې، راپورونه ورکړل شوي، چې د تل‌ابیب د اوبو د منتقلولو پایپ پلاین، د حیفا د برېښنا   چینل او د دغه بندر برېښناکوټ د ایرانيوپه شیشت کې راغلي دي.  

دینواکي ټاټوبو مرګ زوبلو شمېرې

د صهیونیستي رژیم رسنیو د دوشنبې په ورځ د «وعده صادق ۳» عملیاتو د نوې څپې د وژلو  او د ایران له‌خوا د نیواکي ټاټوبو پر اهدافو د توغول شویو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو شمېر خپور کړ.

د نیواکګر رژیم د ۱۲  تلویژ ني  چینل راپور ورکړی، چې د «وعده صادق ۳» عملیاتو له پیل راهیسې، ایران تر اوسه ۳۷۰ بالستیک توغندوي او په سلګونو بې‌پیلوټه الوتکې د دغه رژیم پر اهدافو په ۱۱ څپو بریدونو کې توغولي کړي دي. 

د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو له امله نیواکي ټاټوبو ته اوښتي درانه زیانونه

د عبري ژبو سرچینو په حواله، د صهیونیستي رژیم د مالیاتو ادارې اعلان کړی، چې د ایران د توغندوي او  بې‌پیلوټه بریدونو له امله په تېرو درو څلورو  ورځو کې د زیانونو اندازه له یو میلیارد شِکِل (شاوخوا ۲۷۰ میلیون امریکائي ډالرو) څخه زیاته اټکل شوې ده.

د عبري ۱۴ ټيلیویژني چینل د پولیسو د ویاند په حواله راپور ورکړی، چې د ایرانيو توغندیو د لګېدو په ځایونو کې، په منځنیو ټاټوبو کې وضعیت خورا خراب دی او د ویجاړیو کچه پراخه ده. 

په نیواکي ټاټوبو کې د الوتنو لغوه کېدل او د زرګونو صهیونیستو لالهاندي

د صهیونیسټي رژیم د ۱۲ ټيلیویژني چینل اعلان کړی، چې د «یسرائیر» هوايي شرکت تر جون ۳۰ نیټې پورې خپل ټول داخلي او نړیوالې الوتنې لغوه کړې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4288895

captcha