ایکنانیوز د هسپرس له قوله راپورراکړ. دغه موافقه د غبرګولې په ۲۷ نیټه د مراکش د ؛شپږم محمد د قرآن کریم د خپروندویه فاؤنډیشن او ددغه هیواد د نابینایانو د ساتنې علوي اداې ترمینځ په درست هیواد او ټولې افریقائي براعظم کې د نابینایانو لپاره په بریل خط د قرآن کریم د درو زرو نسخو د چاپیدا په خاطر موافقه لاسلیک شوه.
ددغو دواړو ادارو په ګډې اعلامیې کې راغلي دي، چې دغه موافقه چې ددواړه اورانونو د مسئولانو په شتون سره لاسلیک شوې ، په ټولنې کې دیني معارفو ته د نابینایانو اوروشندلانو د لاس رسي او ددغه شان کسانو د دارزښتونو د دودولو او همدرااز د دوي د یوه بل ته د برابرو فرصتونو د ډالۍ کولو لپاره د دوامدارو هڅو یوه برخه ده.
ددغې موافقې موخه په درستې افریقا کې د نابیناؤ مسلمانانو او په ټول مراکش هیواد کې د نابینا او کم لیدونکو کسانو ترمینځ ئې د وړیا ویشلو لپاره په بریل خط د قرآن کریم د درو زرو نسخو چاپول دي او له دوي سره مرسته کوي چې په مستقیم ډول او او له قرآن کریم سره په مستقله توګه تعامل ولرل شي.
دغه نوښت په مراکش کې د نابینایانو د خیال ساتنې د علوي ادارې د هغه سټراټژيک لرلید یوه برخه ده چې په دیني او کلتوري ژوند کې د نابینایانو د بشپړ مشارکت لپاره د لاپراخو افقونو د پرانیستو او د دوي د حقوقو دلوړتیا په موخې سره لاس لیک شوی دی.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، چې ددغې پيښې په پاي کې دواړو لورو په راتلونکي کې د نوو پروژو د اجرا په خاطر د ملګرتیا ددوام لپاره پر خپل هوډ ټينګار کړی دی.
دغه پروژې د علولیّت او پرکوَټوالي لرونکو کسانو د خیال ساتلو په زمینې کې د یوه مخکښ هیواد په توګه د مراکش موقعیّت پیاوړی کوي او د عدالت ارزښتونه او هغه برابري به چې ددغه هیواد پاچا شپږم ملک محمد تل ورباندې ټينګار کړی دی، پراخ او خپره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4289364