ایکنانیوز د الکفیل په حواله راپور راکوي،، د محرم الحرام د غمجنې میاشتې د رارسېدو سره سم، د زنځیر وهونکو موکبونه د یو مخینه لرونکي دود له مخې د امام حسین (ع) او حضرت عباس (ع) مقدسو حرمینو ته ورځي،څو د عزادارۍ مراسمو په جوړولو سره د امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو یاد تازه کړي.
دا پروګرامونه د دواړو مقدسو حرمینو، د شعائرو او موکبونو د برخې له خوا د یوه منظم او همغږي شوي پلان له مخې ترتیب شوي او د محرم د میاشتې په اوږدو کې به دوام وکړي.
د عزادارۍ موکبونه له مخکې د ټاکل شویو لارو په اساس لومړی د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د حرم بابالقبلې پر لور حرکت کوي او په مقدس صحن کې د مراسمو له ترسره کولو وروسته، د بینالحرمین له لارې د حضرت سیدالشهدا (ع) مقدس حرم ته ورځي او هلته د خپل غم او عزادارۍ مراسم پای ته رسوي.
د شعائر برخه هم د خپلو ځانګړو ټیمونو په تخصیص سره، چې د هر موکب له پیل څخه یې ملتیا کوي، د موکبونو د تګ راتګ تنظیم او اداره کولو مسؤلیت پر غاړه لري څو مراسم په بشپړ نظم او د زائرینو د تګ راتګ سره د تداخل پرته ترسره شي.
په لاندې انځورونو کې د دغو دستورو پرتم او ولوله لیدلی شئ.
انتهای پیام
https://iqna.ir/fa/news/4291306