IQNA

د «زین‌الأصوات» سیالیو د پرانیستې مراسم نن په تهران کې  

5:09 - October 01, 2025
د خبر لمبر: 3491794
ایکنا - د لومړي ځل لپاره د قرآن کریم د «زین‌الأصوات» عمومی سیالیو د پرانیستې مراسم ټاکل شوې، نن چهارشنبه، د تلې ۹مه، د قم په مقدس ښار کې ترسره شي.

د ایکنا د راپور له مخې، د لومړي ځل لپاره د قرآن کریم د «زین‌الأصوات» نومې عمومی سیالیو د پرانیستې مراسم ټاکل شوې ده نن  چارشنبې په ورځ د «قرآن، د مؤمنانو کتاب» په شعار سره  د قم په مقدس ښار کې ترسره شي او دا پیښه به د پنجشنبې په ورځ، یعني د تلې په  ۱۰،د یوې غونډې په ترڅ کې خپل غوره کسان اعلان کړي.

د دغو سیالیو د پرانیستې مراسم نن  مازدیګر ۲ بجې د جمکران په یاوران مهدي (عج) کمپلیکس کې د غلامرضا احمدي په اجرا او د سیدمحمد حسیني‌پور په تلاوت سره پیل شي. سیالۍ به په دوو جلا تالارونو کې د لویانو د «تحقیق قرائت  » او «د ځوانانو او منافسه‌يي قرائت» برخو لپاره ترسره شي.

دا سیالۍ د هېواد د دریو ډلو، یعنې زده‌کوونکو، پوهنتوني محصلینو او د دیني علومو طلبه و لپاره ځانګړې دي.

د دې  پړاؤ نقدي جایزې  ملبړ یو میلیارد تومانو ته رسېږي چې په تفقیق سره به غوره کسانو ته ورکول کېږي:

د قرائت تحقیق برخه: لومړی تر پنځم مقام پورې په ترتیب سره ۵۰، ۴۰، ۳۰، ۲۰ او ۱۰ میلیون تومان .

د ځوانانو قرائت برخه: لومړی تر څلورم مقام پورې په ترتیب سره ۴۰، ۳۰، ۲۰، ۱۰ او ۵ میلیون  تومان .

د منافسه‌يي قرائت (دوه‌غږی) برخه: لومړی تر پنځم مقام پورې په ترتیب سره ۶۰، ۵۰، ۴۰، ۳۰ او ۲۰ میلیون  تومان.

د قرآن کریم د «زین‌الأصوات» لومړۍ عمومی سیالۍ د آل‌البیت (ع) مؤسسې د قرآني چارو د مرکز په هڅو اود آیت‌الله العظمى سیستاني د استازي  حجت‌الاسلام والمسلمین سیدجواد شهرستاني، په معنوي ملاتړ او د هیواد د یو شمېر کلتوري او قرآني بنسټونو په ملګرتیا ترسره کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4307953

captcha