
د «غفر» مادې مشتقات د بېلابېلوصرفی بڼو ۲۳۴ ځله په قرآن کریم کې راغلي دي. یوازې په اوو ځایونو کې ئې د مغفرت غوښتلو ته هڅونه شوی دی. خداوند متعال هم په ؛غفور: صفت سره ۹۱ ځله ،پنځه ځله د «غفار» او یو ځل د «غافر» په صفت سره یاد شوی دی. د خطاکارانو په وړاندې د مغفرت د صفت پراختیا د الهي رحمت او رأفت د پراخوالي نښه ده.
که څه هم مغفرت د پټولو په معنا ده، خو د خداوند لخوا د ګناهونو پردهپوشي او پټول، نه یوازې د انسان له عادي عفوې سره توپیر لري، بلکې له هغې سره د پرتلې وړ هم نه دي. انسان چې د بل په بخښنې سره ، یوازې له خطا تېرېږي؛ خو د ګناه حقیقت پاتې وي او لکه د ناپاکۍ او چټلتیا په څېر د انسان په زړه او وجود نښلي: «رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ» (مطففین: ۱۴).
خو د خداوند پردهپوشي د ګناه د آثارو او نتیجو ختمول دي. الهي مغفرت تر ټولو لوړه او بېمثاله بخښنه ده چې یوازې د جهان له خالق څخه کیږي. کله ناکله دا پردهپوشي تر دې حده رسېږي چې ګناهونه په نېکیو بدلېږي، لکه څنګه چې خداوند متعال د هغو کسانو په اړه وائي چې ستر ګناهونه ئې کړي وي او د دوهچنده عذاب مستحق وي، خو توبه وباسي، ایمان راوړي او نېک عمل وکړي:
«إِلَّا مَنْ تَابَ وَ آمَنَ وَ عَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَ كَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا» (فرقان: ۷۰).
https://iqna.ir/en/news/3495216/