IQNA

د قرآن معارفي سیالیو د څلورمې ورځې راپور  

14:47 - December 07, 2025
د خبر لمبر: 3492120
ایکنا - د قرآن کریم د معارفي مرحلې د نهائي پړاؤ څلورمه ورځ په قم مقدس ښار کې د ولایتي  مسئولانو حجت‌الاسلام والمسلمین قاسم روانبخش او فاطمه حیدري په ګډون ترسره شوه.

د ایکنانیوز  د قم د خبریال د راپور له مخې، د قرآن کریم د عمومی سیالیو د  ۴۸  پړاؤ  چې په معارف قرآن، نهج‌البلاغه، صحیفه سجادیه او د نړیوالو زده‌کوونکو لپاره ځانګړي نړیوالو څانګو کې  ترسره کېږي، د لیندئ یا  آذر دمیاشتې په  ۱۴  نېټه د قم د اوقافو او خیریه موسیسې دچارو د ادارې په کوربتوب د امامزاده سیدعلي (ع) په تالار کې ترسره شوې.

د دې ورځې په پیل کې د قرآن کریم نړیوال قاري او استاد، علي‌اصغر شعاعي د   احزاب سورې څو مبارک آیتونه تلاوت کړل. د ورځې مازدیګر د مېرمنو برخه وه چې پکې ۱۰ ګډونوالې (څلور په تفسیر، څلور په نهج‌البلاغې او دوه په صحیفه سجادیه) کې د البرز، زنجان، اصفهان، تهران او خراسان رضوي ولایتونو له لورې په ملي برخې کې ئې سره  سیالۍ ترسره کړې.

الهام فاطمه له پاکستانه، سیده ایلیا فاطمه له هند څخه او سادات حسيني له افغانستانه هم د نړیوالې برخې ګډونوالې وې چې په همدې ورځ ئې خپلې اجراوې وکړې.

حجت‌الاسلام مهدی معتمدی، داور رشته صحیفه سجادیه مسابقات معارفی قرآن

د مېرمنو د برخې حسن ختام د تواشیح او مدیحه‌سرایۍ د «قمر بني هاشم(ع)» ډلې له خوا ترسره شو.

حجت‌الاسلام والمسلمین مهدی معتمدي، چې د صحیفه سجادیه د معارفو د برخې قاضي دی، د خپلو تجربو په اړه وویل: په قرآن کې درې برخې دي : حفظ، قرائت او معارف، خو په نهج‌البلاغه او صحیفه کې یوازې معارفو ته اجازه ده چې سیالۍ  ولري. هغه زیاته کړه چې ډېر کسان چې د قرآن حافظان دي، په څنګ کې ئې د نهج‌البلاغې او صحیفه حافظان هم دي، خو د دوي لپاره ځانګړې سیالۍ نه دي برابرې شوې.

د نارینه‌وو سیالۍ هم په همدې ورځ ترسره شوې چې پکې ۹ ګډونوالو (څلور په تفسیر، دوه په نهج‌البلاغه او درې په صحیفه سجادیه) کې د خراسان جنوبي، آذربایجان شرقي، ایلام، قم او تهران ولایتونو څخه سیالۍ وکړې.

موسی دابو له ګینه‌ بیسائو څخه د تفسیر په برخې کې، او علي‌آقا صفري او نعمت‌الله شیخ‌زاده له افغانستانه، په ترتیب سره د تفسیر او صحیفه سجادیه په برخو کې سیالي وکړه.

از بازدید مسئولان استانی تا غیبت مسئولان کشوری در مسابقات معارفی قرآن

د انصارالحجه د سرود ډلې اجرا، د معراج صفی‌خاني د آل‌عمران د آیتونو تلاوت، او د احمدرضا زیداني تلاوت  چې په دغه پړاؤ  کې ئې د قرائت برخې کې لومړی مقام ګټلی و،د دغې ورځې نورپروګرامونه وو.

د مسئولانو شتون!

په څلورمه ورځ کې  د ایران په  په مجلس یا پارلیمان کې د قم د خلکو استازی ، حجت‌الاسلام والمسلمین قاسم روانبخش، د ښځو او کورنۍ د چارو مدیرې  فاطمه حیدري، او همدارنګه د قم ولایت د زندانونو د ادارې د فرهنګي برخې مسئول، ښاغلی دژم،شتون درلود.

په پاي کې له د قرآن کریم حافظانو، څېړونکو او د معارف قرآن، نهج‌البلاغه او صحیفه سجادیه له مخکښو استادانو قدرداني وشوه.

https://qom.iqna.ir/fa/news/4321112

captcha