IQNA

د حضرت فاطمةالزهرا(س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه او د امام علي(ع)سپيڅلی حرم  

10:26 - December 11, 2025
د خبر لمبر: 3492144
ایکنا - د حضرت فاطمةالزهرا(س) د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په رارسېدو سره، د حضرت علي(ع) د روضې صحن او رواقونه یا برانډې په زرګونو طبيعي ګلونو وپسولل شوې.

یکنانیوز د علوي مقدس آستان  له قوله راپور راکوي،د حضرت فاطمة الزهرا (س) د مېلاد د جشن د چمتووالي په دوام او د عراق د عفاف اونۍ له مراسمو سره هممهاله، د حضرت  امام علي(ع) د سپيڅلی حرم د تزییناتو څانګې د حرم او متبرکو رواقونو یا برانډو د سینګار او ګلانو د ګیډیو د کیښودلو او ځای پّ ځاي کولو چارې  جاري ساتلې دي.

د حرم د ډيکوریشن د څانګې  مسؤل، بارق هادي، د خبر مرکز ته په خپلې اعلامیې کې وویل: د سږني جشن پروګرام کې په رواقونو او لارو کې د طبیعي سرو ګلونو تاجونه ځای پر ځای کول شامل و، چې شمېر ئې له ۱۱۰۰۰ څخه ډېر ؤ.

هغه زیاته کړه چې دغه واحد د حضرت فاطمه زهرا(س) د صحن د لارو د تزیین چارې او همدارنګه د عفاف اونۍ ځانګړو مراسمو او فعالیتونو لپاره چمتووالي په پوره هڅې سره پای ته رسولي، څو د دې مبارک  مناسبت ښکلا او  ولوله وځلېږي.

نوموړي څرګنده کړه چې دا چارې د هغه لوي پروګرام یوه برخه ده چې د حضرت امام علي(ع) آستان ئې د دغه مبارک مناسبت د درناوي، د معنوي فضا د رامنځته کولو او د نجف مقدس ښار په فضا کې د عفاف د ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره چمتو کړې ده.

 

https://iqna.ir/fa/news/4322044

captcha