IQNA

آنروا: په غزې تړانګې کې د بې‌ځایه شوو خلکو ژوند له جدي خطرې سره مخ دی 

10:48 - January 18, 2026
د خبر لمبر: 3492325
ایکنا- په ملګرو ملتو پورې تړلې د فلسطیني کډوالو د مرستو او کارکسب موندنې ادارې (آنروا) په  غزې  تړانګې کې د فلسطینيو بې‌ځایه شوو خلکو لپاره د څښاک د اوبو د سخت بحران په اړه خبرداری ورکړی دی.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې فارسی څانګې له قوله  راپورراکړی ، د ملګرو ملتو  پورې تړلې د فلسطینيو کډوالو د مرستو او کارموندنې ادارې (آنروا) په غزې  تړانګې کې د فلسطینيو بې‌ځایه شوو خلکو لپاره د څښاک د اوبو د سخت بحران په اړه په ټینګار سره وویل: پاکو او د څښلو وړ اوبو ته لاسرسی یوه  ورځنئ ستره ستونزه ګرځېدلې او د زرګونو ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي.

آنروا په خپلې اعلامیې کې ویلي دي: د ګڼ مېشتو هستوګنځایونو کې د بې ځایه شووفلسطینيانو د اړتیا وړ اوبه تر ډېره حده د ټانکرونو له لارې برابرېږي، ځکه بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي او د اوبو د سرچینو سخت کمښت موجود دی. دغه اوسېدونکي اړ شوي چې د څښاک، پخلي او شخصي پاکوالي لپاره د اوبو په مصرف کې تر ټولو ډېره سپَما وکړي.

د امریکا په ملاتړ د صهیونیسټي رژیم له خوا پر غزې تړانګې بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې تر اوسه روان دي، چې د فلسطینیانو د نسل‌وژنې تر څنګ یې پراخه ویجاړتیا هم رامنځته کړې ده؛ دا یرغل د غزې د شاوخوا ۹۰ سلنه بنسټیزو بیخ بینائيو   د له منځه تلو سبب شوی او ملګرو ملتو د دغو زیانونو د بیا رغونې لګښت کابو  ۷۰ میلیارد ډالره اټکل کړی دی.

سره له دې چې د اوربند د هوکړې له لاسلیک څو میاشتې تېرې شوې دي،خو صهیونیستي رژیم هره ورځ ددغې هوکړې  خلاف ورزي کوي او د جګړه ځپلي سیمې خلکو ته د بشري مرستو د داخلېدو مخه نیسي.

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i34268

captcha