
ایکنانیوز د آوا له قوله راپور راکړ، دافغانستان داهل تشیّع د تقلید یوه مرجع آیت الله محمدباقر فاضلي بهسودي په یوې اعلامیې کې ووئيل؛ د قرآن کریم د آیتونو په اساس، له امریکا او صهیونیسټي رژیم سره په جنګ کې د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع پر ټولو مسلمانانو فرض ده.
هغه د مصر د الازهر د عالمانو د شورا په وروستۍ اعلامیې په سختو نیوکو سره ووئيل؛ په داسې حال کې چې امریکا او صهیونیسټي رژيم کلونه کلونه په اسلامی ټاټوبو کې په تیره بیا په فلسطین کې په جنایتونو او عامو وژلو لاس پورې کوي، تمه کیږی د اسلامی نړئ دیني اورګانونه له هغو هیوادونو چې ددغو تیریو په وړاندې مقاومت کوي، ملاتړ وکړي ، نه دا چې د دوي دفاع محکومه کوي.
د تقلید دغه مرجع د قرآن کریم د حج سورې په ۳۹ آيت باندې په استناد سره ټينګر وکړ، قرآن کریم هغو کسانو ته چې ظلم ورباندې کیږي، ددفاع اجازت ورکړی دی او هغوی ته د الهی مرستې وعده ورکړل شوې ده.
آیت الله فاضلی بهسودي روښانه کړې ده، په دغه شان شرائطو کې د ایران له اسلامی جمهوریت څخه د هغه هیواد په توګه ملاتړ کول چې دتیریو په وړاندې مقاومت کوي، د عالمانو شخصي نظر یا فتوا ته نه محدودیږی ، بلکې د قرآن په جوت نص کې ریښه لري او هر یو مسلمان دخپل توان په اندازه مسئولیّت لري.
هغه همداراز د ایران د علمی شخصیّتونو او پوځي قوماندانانو ترور ، د اسلام ددښمنانو دتیریو یوه ښاره نښه وبلله او وې وئيل، ددغه شان اقداماتو په وړاندې مقاومت او دفاع یوه شرعي او طبیعي چاره ده.
آیت الله فاضلی بهسودي دخپلو خبرو په یوې بلې برخې کې د امریکااو اسرائيلو د اقداماتو په وړاندې د اهل سنت دځينو مذهبی اورګانونو په چُپتیانیوکه وکړه او وې وئيل، ددغواقداماتو نه محکومول او په مقابل کې د یوه اسلامی هیواد په دفاع نیوکه په مسلمانانو کې د اندیښنې اوافسوس سبب شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4342514