ایکنا- د مصر دارالافتاء ټینګار کړی چې د حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه میلاد لمانځل سنت مؤکد دی، او د دې ورځې لمانځل په دې معنا دي چې خلک د رسول اکرم(ص) د ذکر، مدحې او ستاینې لپاره ټول شي او خپله خوښي څرګنده کړي.
ایکنانیوز د «صدی البلد» په حواله راپور راکړ، د مصر دارالافتاء په فیسبوک کې په یوې خپرې شوي اعلامیې کې ټینګار کړی چې د رسول اکرم(ص) د میلاد لمانځل د حضرت محمد(ص) له ټینګار شوو سنتونو څخه دي. دغه دارالافتاء څرګنده کړې چې د میلاد لمانځنه په دې معنا ده چې په دې ورځ د رسول الله(ص) د ذکر، مدحې او ستاینې لپاره ټولېدل، خلکو ته خواړه ورکول، روژه نیولل او د شپې لمونځ کول ترسره شي، چې دا ټول د رسول اکرم(ص) سره د مینې د څرګندولو په موخې ترسره کېږي. دا ټول کارونه جایز دي.
دا حکم د خداي تعالی د دې وینا له عمومي مفهوم سره سمون لري چې په قرآن کریم کې فرمائي؛ ووایه: د خدای په فضل او رحمت دې خوشحاله شي، همدا تر هغو شتمنیو غوره او ګټور دي چې دوی ئې غونډوي:: (یونس سوره: ۵۸)
سربېره پر دې، د رسول اکرم(ص) د میلاد لمانځل زمونږ د محبوب پېغمبر حضرت محمد(ص) د درناوي، جشن او خوښۍ یوه ستره نښه ده. د هغه د مبارک زېږون د کلیزې لمانځل او په دې مناسبت خوښي کول بې له شکه یو روا کار دي؛ ځکه له رسول الله(ص) سره مینه د ایمان له اساسي برخو څخه ده.
خداي تعالی فرمایي: «ووایه: که تاسو له خداي سره مینه لرئ، نو زما پیروي وکړئ، خداي به له تاسو سره مینه وکړي او ستاسو ګناهونه به وبخښي؛ او خداي ډېر بخښونکی او مهربان دی.» (آل عمران سوره : ۳۱)
د مصر دارالافتاء په دغې اعلامیې کې څرګنده کړې چې د رسول اکرم(ص) د میلاد د لمانځنې دیني برخو کې د قرآن کریم تلاوت، د رسول الله(ص) د سیرت مطالعه، د دعاوو او مدحې مجلسونو جوړول او د هغه د فضیلتونو او مناقبو بیانول شامل دي، چې ټول د اسلامي شریعت له مخې جایز او مستحب دي.
دارالافتاء اعلان کړی چې د رسول اکرم(ص) د میلاد د درناوي له غوره لارو څخه یوه پر هغه حضرت(ص) سلام او صلوات ویل دي. د دارالافتاء په وینا، دا کار تړلې دروازې پرانیزي، د انسان مقام لوړوي او په اسانۍ او سختۍ دواړو کې انسان ته د زړه سکون وربخښي.
په حقیقت کې، صلوات هر ډول غم او خپګان کموي، ستونزې ختموی او غوټې پرانیزي، هیلې پوره کوي او اړتیاوې برطرفه کوي.
د قرآن کریم د تفسیر لپاره پر مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس)د بشپړ تکیې په اړه د مصر د دارالافتاء خبرداری
پر دې سربېره ، د مصر دارالافتاء ټینګار کړی چې د قرآن کریم د تفسیر لپاره پر مصنوعي ځیرکتیا(اې آئي)، لکه د GPT چټبوټونو، بشپړه تکیه کول د اسلامي شریعت له مخې حرام دي.
دغه ادارې ویلي، د خدای تعالی د کتاب د ساتنې لپاره باید د اټکل او ګومان له مخې د قرآن له تفسیر څخه ډډه وشي او د قرآن کریم تفسیر باید له پوهې پرته خپور نه شي. پر ځای ئې باید د معتبرې مرجع، یعنې د پېژندل شوو مفسرانو او فقیهانو، څخه استفاده وشي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د قرآن کریم د تفسیر لپاره پر مصنوعي ځیرکتیايي پروګرامونو لکه ChatGPT تکیه کول څه حکم لري؟ دارالافتاء ټینګار کړی چې د قرآن کریم د تفسیر او د آیتونو د معنا د پوهېدو لپاره باید معتبرو تفسیرونو ته مراجعه وشي، یا د موجودو وسایلو له لارې د باوري متخصصانو او اړوندو دیني بنسټونو څخه وضاحت وغوښتل شي.
د دې کار موخه د خدای تعالی د کتاب ساتنه او د داسې سمې پوهې ډاډ ترلاسه کول دي چې پر علم، امانتدارۍ او تخصص ولاړه وي.
دارالافتاء ټینګار کړی چې که څه هم د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونه د ځینو عمومي معلوماتو په ترلاسه کولو کې ګټور تمامېدلی شي، خو د قرآن کریم د آیتونو د تفسیر یا له هغو څخه د شرعي احکامو د استخراج لپاره د اصلي یا یوازینۍ سرچینې په توګه مناسب نه دي.
https://iqna.ir/fa/news/4371142