ایکنا- دافغانستان د کابل دجنوبی ساحې د یوه جومات د جمعې امام شیخ عالمي، د اسلامي امت وحدت او یووالي د اسلامي ارزښتونو له ډلې او د اسلامي نړۍ یوه اړینه اړتیا وبلله او د اسلامي امت شهید رهبر، حضرت آیتالله العظمی امام خامنهاي(ره)، ئې د وحدت او همدردۍ تر ټولو غوره نمونه او بېلګه وبلله.
ایکنانیو د مذهبو د نږدېوالي د نړیوالې ټولنې د عامه اړیکو دفتر په حواله راپور راکړ، د افغانستان د کابل په لوېدیځې ساحې کې د جمعې امام شیخ عبدالقدیر عالمي د اسلامي وحدت د نړیوال کنفرانس په څلورم وېبینار کې د اسلامي امت وحدت او یووالی د اسلامي ارزښتونو له ډلې او د اسلامي نړۍ یوه ضروري اړتیا وبلله او د اسلامي امت شهید رهبر، حضرت آیتالله العظمی امام خامنهاي(ره)، یې د وحدت او همدردۍ تر ټولو غوره بیلګو او نمونه معرفي کړه.
هغه وویل؛د اسلامي نړۍ ټولو مخورو شخصیتونو، علماؤ او د اسلامي امت پوهانو ته سلامونه، درناوی او مینه وړاندې کوم او له لوي خدایه هیله لرم چې اسلامي امت ته همدلي، ورورولي، اخوت او یووالی ور په برخه کړي.»
هغه زیاته کړه: زه زمونږ د قائد او شهیدرهبر ، د اسلامي نړۍ د وحدت او پيوستون د بلونکي، حضرت آیتالله العظمی امام خامنهاي،په روح درود او سلام استوم .
شیخ عالمي وویل: د اسلامي امت د وحدت او یووالي موضوع د اسلامي ارزښتونو له مهمو برخو او د اسلامي نړۍ له اړینو مسئلو څخه ده. د امت په یو زړتوب او یووالی هم په قرآن کریم او هم په معتبرو اسلامي روایتونو کې ټینګار او تأیید شوی دی.
د کابل د لودییځي ساحې د جمعې امام زیاته کړه: لوی خدای تعالی په دې مبارک آیت کې په څرګندو ټکو امر کوي:
«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا» یعنې: «تاسو ټول د خداي پر رسۍ منګولې ښخې کړئ او تیت پرک مه کیږئ.
هغه وویل:خدآي تعالی یوازې د «اعتصام» امر نه کوي، بلکې ورپسې د «جمیعاً» کلمه هم راغلې ده؛ یعنې ټول په ګډه د خداي تعالی پر رسۍ منګولې ښخې کړئ، متحد او یو موټی ووسئ او له تفرقې، شخړو، جګړو او اختلافاتو څخه ځان وساتئ.
هغه وویل: اسلامي امت باید یو موټی، متحد او قدرتمند امت وي او علمي اختلافات باید د ټولنیزو ترینګلتیاوو، شخړو، سیاسي اختلافاتو او د زړونو د بېلتون سبب ونه ګرځي.
د اسلامي نړۍ ستونزه؛ اختلاف او څو ډوله کېدل!
د کابل د لوېدیځي ساحې د جمعې امام زیاته کړه: نن د اسلامي نړۍ ستونزه د مسلمانانو د شمېر کموالی نه دی. مونږ اوس ،الحمدلله، په نړۍ کې د مسلمانانو له پلوه ډېر لوی شمېر لرو؛ خو له بده مرغه د اسلامي نړۍ یوازینۍ ستونزه اختلاف او څو ډوله کېدل دي.
امام خامنهاي(ره)؛ د وحدت تر ټولو غوره بېلګه!
د کابل د لوېدیځي ساحې د جامع جومات د جمعې امام زیاته کړه: هغه د خپل مبارک عمر په ټولو پړاوونو کې تل د اسلامي امت ترمنځ د اتحاد، ورورولۍ او همدردۍ خبره کوله او د اسلامي نړۍ په هره برخې کې ئې هڅه کوله چې مذهب، قوم او جغرافیه د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې، شخړې او اختلاف سبب ونه ګرځي.
د حاجیانو لپاره د وحدت رامنځته کوونکې فتوا!
د لوېدیځ کابل امام جمعه وویل: امام خامنهاي(ره) د بیتالله شریف درنو حاجیانو لپاره فتوا ورکړې وه چې په مسجدالنبي صلی الله علیه وآله وسلم او همدارنګه په مسجدالحرام کې ټول هغه شیعه مسلمانان چې د نوموړي تقلید کوي، د هغه د فتوا له مخې د حرم له امام جماعت سره ــ چې معمولاً د اهل سنتو او جماعت له وروڼو څخه وي ــ اقتدا وکړي.
څو شیعه او سني مسلمانان په یوه تکبیر سره ودرېږي، په یوه تکبیر سره رکوع ته ولاړ شي او په یوه تکبیر له سجدې څخه سر پورته کړي؛ او په ګډه د ماتې نه منونکو صفونو په جوړولو سره خپل اجتماعي عبادت ترسره کړي او د وحدت، همدردۍ او ورورولۍ روحیه ژوندۍ کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4371963