IQNA

20:31 - August 31, 2026
د خبر لمبر: 3493256
د ایکنانیوز څيړنه!

 حضرت محمد(ص) د «آنه‌مري شېمل» په کتاب کې؛ له قرآنه تر عرفان پورې

ایکنا-  د جرمني یو ې ختیځ پيژاندې او څېړونکې، آنه‌ماري شېمل ، په خپل «محمد(ص)، د خدای رسول» نومې کتابکې د اسلام د پیغمبر(ص) پېژندنه یوازې تاریخي سیرت ته نه محدودوي، بلکې په قرآن، حدیث، ادبیاتو، عرفان او د مسلمانانو په فرهنګي دودونو کې د هغه د شخصیت انعکاس هم څېړي.

ایکنانیوز راپور راکوي،د خدای د ګران رسول حضرت محمد(ص) په اړه د لیکل شویو ټولو اثارو په منځ کې، ځینې اثار یوازې د یوه تاریخي شخصیت د ژوند د روایتولو پر ځای هڅه کوي چې د هغه د شتون  راز د خپلو پیروانو په حافظې، فرهنګ او معنویت کې درک کړي.

د جرمني نامتو اسلام‌پېژندونکې او ختیځ پيژاندېآنه‌مري شېمل  د «محمد، د خدای رسول»نومې کتاب هم له همدې ډول اثارو څخه دی. لیکواله په دغه کتاب کې یوازې د رسول اکرم(ص) پر زېږون، بعثت، هجرت، غزاګانو او رحلت بسنه نه کوي، بلکې یوه ژوره پوښتنه تعقیبوي:

حضرت محمد(ص) څنګه د مسلمانانو په زړونو او وجدانونو کې په «د خدای رسول»، «د ټولو نړۍو رحمت»، «شفاعت کوونکي»، «غوره بېلګې»، «نور» او د هغوی په دیني تاریخ کې په تر ټولو محبوب شخصیت باندې بدل شو؟

حضرت محمد(ص) در کتاب «آنه‌ماری شیمل»؛ از قرآن تا عرفان

په اوسنئ زمانېکې د دغې پوښتنې اهمیت دوه برابره شوی دی؛ ځکه د لوېدیځ د فکري تاریخ په بهیر کې د اسلام د پیغمبر(ص) انځور تل یو شان نه دی پاتې شوی. د علمي او منصفانه څېړنو ترڅنګ، د پېړیو په اوږدو کې له غلیمانه روایتونو، افسانه‌جوړونو او کلیشه‌یي انځورونو سره هم مخامخ یو.

شېمل د لوېدیځ له علمي او پوهنتوني چاپېریال څخه راووته، خو د اسلام په اړه د هغې د څېړنو لاره ،په تیره بیا په عرفان، فارسي او اردو ادبیاتو، تشیّع، تصوف او د اسلام د پیغمبر(ص) د شخصیت په اړه څېړنو، هغه دې ته وهڅوله چې اسلام له یوې  مختلفې زاویې وپېژني.

 هاروارډ پوهنتون د هغې د معرفي کولو پر مهال، شېمل د هند او اسلام د فرهنګ د مطالعاتو له مهمو څېرو څخه بللې ده.

هنوز آماده نیست.///// از قرآن تا عرفان؛ حضرت محمد(ص) در کتاب «آنه‌ماری شیمل»

د مهربانۍ د رسول حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد او د وحدت  اونۍ په شپو کې، د دغه کتاب بیا لوستل داسې فرصت برابروي چې پیغمبر(ص) له هغې زاویې ووینو چې د تاریخ، ایمان، ادبیاتو، عرفان او د مسلمانانو د ژوندۍ تجربې ترمنځ اړیکه او پُل جوړوي.

شېمل؛ یوازې یوه کتاب‌ لوستونکې اسلام‌پوهه نه وه «آنه‌مري شېمل» یوازې هغه اسلام‌پوهه نه وه چې اسلام یې د کتابونو له لارې مطالعه کاوه. د اسلامي فرهنګ د څېړنې لپاره د هغې ژبنۍ وړتیا بې‌سارې وه.

هغې په عربي، فارسي، ترکي، اردو او ګڼو نورو ژبو بلدتیا لرله او د مسلمانانو د بېلابېلو ملتونو له ادبي او عرفاني اثارو څخه یې د اسلامي نړۍ د پېژندلو لپاره استفاده کوله.

شېمل له هغو مستشرقینو  یا ختیځ پيژاندو څخه نه وه چې اسلام یوازې له بهر څخه او د اروپايي دیني او کلامي شخړو له لارې مطالعه کړي؛ بلکې هغې هڅه کوله چې د مسلمانانو فرهنګي نړۍ ته وارده شي.

حضرت محمد(ص) در کتاب «آنه‌ماری شیمل»؛ از قرآن تا عرفان

له «تاریخي محمد(ص)» څخه تر «د مسلمانانو په ژوند کې د حاضر محمد(ص)» پورې

خو په «محمد(ص)، د خدای رسول» نومې کتاب کې د شېمل پوښتنه بل څه ده:

د پیغمبر(ص) له رحلت وروسته، د مسلمانانو په وجدانونو کې د هغه له انځور سره څه وشول؟

همدا هغه مهم پړاو دی چې شېمل یې ځواب د اسلامي ادبیاتو او فرهنګ په پراخه نړۍ کې لټوي.

شېمل د «محمد(ص)، د خدای رسول» کتاب په ټولې برخې کې د مسلمانانو عرفاني ادبیاتو او شعر ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د «د پیغمبر د میلاد جشن» فصل د ربیع‌الاول میاشتې د مناسبت لپاره د دې اثر له مهمو برخو څخه دی.

د اسلام په فرهنګ کې د رسول اعظم(ص) میلاد یوازې د تاریخ د یوې پېښې یادونه نه ده؛ بلکې په ډېرو مسلمانو ټولنو کې «میلادالنبي» د خدای له رسول سره د مینې او محبت د یاد تازه کولو په یوه ځانګړي دود بدل شوی دی.

حضرت محمد(ص) در کتاب «آنه‌ماری شیمل»

حضرت محمد(ص) در کتاب «آنه‌ماری شیمل»؛ از قرآن تا عرفان

https://iqna.ir/fa/news/4372798

captcha