ایکنا- د لبنان یوه نامتو دینی عالم سید علي فضلالله ټینګار وکړ:امام خامنهای د اسلامي وحدت په اړه ژور لید درلود او د قرآني لیدلوري له مخې یې باور درلود چې د اسلامي وحدت د تحقق لپاره هڅه یوه الهي فریضه او د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
ایکنانیوز راپور راکوي، د لبنان نامتو عالم او د بیروت پخواني جمعه امام، سید علي فضلالله،له ایکنانیوز سره په خبرو کې، چې په ایران کې د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي د نړیوالې ټولنې په کوربتوب سره د اسلامي وحدت د څلوېښتم نړیوال کنفرانس په څنډې کې ترسره شوې، وویل: شهید رهبر امام خامنهای د اسلامي وحدت په اړه ژور لید درلود او هغه یې یوازې یوه تاکتیکي موضوع نه ګڼله؛ بلکې د قرآني لیدلوري له مخې ئې باور درلود چې انسان نه شي کولای اسلامي وحدت له قرآني لارښوونو او احکامو پرته ومني، او د دې وحدت د تحقق لپاره هڅه کول یوه فریضه او د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
هغه زیاته کړه:د هغه په باور، هغه وسله چې د اسلامي وحدت پر وړاندې کارول کېدلیشي، د یوه مذهب مقدساتو او سپيڅلتیاؤ ته سپکاوی دی، او د نوموړي فتوا د مذهبونو د مقدساتو او دیني نښو د بېحرمتۍ پر نهجواز ټینګار کړی و.
د بیروت د جمعې لمانځه پخوانی امام زیاته کړه:اسلامي وحدت د هر ډول فتنې او د فتنې اچوونکو کسانو پر وړاندې یوه وسله ده، او هر څوک چې د مسلمانانو د تفرقې او فتنې د رامنځته کولو هڅه کوي، د همدې وسلې پر وړاندې عمل کوي.
هغه وروسته د اسلامي وحدت پر وړاندې تر ټولو مهم کورني او بهرني خنډونه بیان کړل او ویې ویل: له هغو خنډونو څخه یو دا احساس دی چې د هرې مذهبي ډلې په پیروانو کې شته؛ یعنې دوی فکر کوي که له نورو مذهبي ډلو سره متحد شي، نو خپل مذهبي تشخص به کمزوری کړي یا به ورته سپکاوی وشي.
له همدې امله باید تل ټینګار وشي چې اسلامي وحدت د خپل مذهب پرېښودلو او د مذهبي اصولو او نښو د هېرولو په معنا نه دی؛ بلکې د ګډو اصولو او ګډو عقایدو پر محور د یووالي په معنا دی.
https://iqna.ir/fa/news/4372830/