IQNA

21:16 - August 31, 2026
د خبر لمبر: 3493258

۲۰۰ حافظانو او قاریانو د قرآن کریم په تلاوت سره د غزې جنګ وننګوه(فیلم)

ایکنا- د قرآن کریم  کابو  ۲۰۰ حافظانو او د غزې ښار په لوېدیځ کې د الشاطي کمپ په بغداد او عبادالرحمن جوماتونو کې د «په یوې ناستې کې د قرآن کریم تلاوت» په نامې سره په دستورو کې ګډون وکړ.

قاریان غزه

 ایکنانیوز د الجزیرې په حواله راپور راکړ، ګډونوال په دغو دوو جوماتونو کې راټول شول، څو د اسرائیلو د ویجاړونکې جنګ او په غزې کې د ګڼ شمېر جوماتونو د ویجاړېدو له امله، هغه څه چې له قرآن کریم څخه یې حفظ کړي، تلاوت کړي.

د قرآن کریم د حفظ د کړَیو مسؤلینو، سره له دې چې د غزې د دې سیمې اوسېدونکي له سختو بشري شرایطو سره مخ دي، په پاتې جوماتونو او لمونځ‌ځایونو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

د غزې د اوقافو او دیني چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هغو ۱۲۷۵ جوماتونو څخه چې د جګړې له پیل مخکې په غزې کې موجود وو، اسرائیلي رژیم ۱۰۵۰ جوماتونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او  ۱۹۱ نورو جوماتونو ته  یې هم د پام وړ زیانونه اړولي دي.

د قرآني فعالیتونو بیا پیل د قرآن کریم د حفظ د حلقو له مسؤلینو څخه ابراهیم الزعیم وویل چې دغې خیرئې شورا خپل فعالیتونه د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې، وروسته له دې چې د حفظ حلقې  یا کړئ یې په خېمو او ښوونځیو کې ترسره کولې، بېرته پیل کړل.

هغه زیاته کړه چې دغه فعالیتونه له شاوخوا ۱۰ زده‌کوونکو څخه پیل شول او وروسته یې شمېر سوکه سوکه زیات شو.

هغه څرګنده کړه چې د قرآن کریم د حفظ کړئ له قرآنونو سره د کمښت له ستونزې سره مخ دي او همدې حالت زده‌کوونکي اړ کړي چې له زړو او شلېدلو قرآنونو څخه استفاده وکړي.

هغه وویل:زده‌کوونکي او د هغوی کورنۍ په سختو شرایطو کې ژوند کوي؛ ځکه ډېری یې په خېمو کې اوسېږي او له سختې ګرمۍ او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي. له دې ټولو ستونزو سره سره، هغوی لا هم د قرآن کریم د مینې او انس په مجلسونو کې ګډون کوي.

  «په یوې ناستې کې د قرآن کریم تلاوت»  په نامې سره مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې د غزې اوسېدونکي د جنګ له امله له سختو بشري شرایطو سره مخ دي؛ خو له بلې خوا د قرآن کریم د زده‌کړې د حلقو مسؤلان هڅه کوي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او ماشومان او زلمیان د قرآن کریم حفظ او تلاوت ته وهڅوي

هغه د دغو ناستو دوام د دې څرګند ثبوت وباله چې فلسطیني ټولنه، سره له جګړې او سختو شرایطو، د قرآن کریم زده‌کړې ته ژمنه پاتې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4372843/

captcha