IQNA

15:58 - September 01, 2026
د خبر لمبر: 3493260
    د نفتالي بنت اعتراف:

 د اسرائیلو نامه له ماشوم‌وژنې سره تړل شوي ده

ایکنا- د صهیونیستي رژیم پخواني لومړي وزیر اعتراف کړی چې په  امریکائي محصلانو کې د «اسرائیل» نوم له «نسل‌وژنې او ماشوم‌وژنې» سره تړل شوی دی.

نفتالی اسراییل

د ایکنا د راپور له مخې، چې د اناتولي خبري اژانس په حواله ئې راکړی راغلی دي، د صهیونیسټي رژیم پخواني لومړي وزیر نفتالي بنت اعتراف کړی چې د امریکايي محصلانو ترمنځ د «اسرائیل» نوم له «نسل‌وژنې» سره تړاو پیدا کړی دی.

بنت په یوې مرکې کې ویلي دي: «د اسرائیلو د رژيم له تأسیس راهیسې د لومړي ځل لپاره، د امریکا د خلکو په مینځ کې اسرائیل په یوه منفي برانډ بدل شوی دی.

بنت زیاته کړې: «که له یوه امریکائي محصل څخه وپوښتئ چې د اسرائیلو په اړه څه شی درته ذهن ته راځي؟ هغوی وايي: نسل‌وژنه.»

هغه د هغو هېوادونو په اړه چې معمولاً له ځانګړو نښو او سمبولونو سره پېژندل کېږي، د بېلګې په وړاندې کولو سره وویل: «کله چې ایټالیا وایئ، خلک وايي پاستا او سپاګېټي؛ خو کله چې اسرائیل وایئ، وايي: ماشوم‌وژونکی.»

بنت، په داسې حال کې چې ادعا ئې وکړه «دا عادلانه او سم نه دی»، اعتراف وکړ چې «حالت همدا دی.»

هغه همدارنګه د عامه افکارو د بدلون یوه برخه هغه څه ته منسوبه کړه چې ده یې «په امریکا کې د قطر نفوذ» وباله او ویې ویل: «د دې یوه برخه ځکه ده چې مونږ قطر ته اجازټ ورکړ چې ۲۵ کاله فعالیت وکړي او نفوذ رامینځته کړي.»

د نفتالي بنت دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې صهیونیستي رژیم په غزې کې د نسل‌وژنې جګړې او د دې تړانګې د بشري وضعیت د خرابېدو له امله له زیاتېدونکو نړیوالو نیوکو سره مخ دی.

د تېر کال په اکتوبر کې د امریکا په ملاتړ په غزې تړانګې کې د اوربند یو تړون عملي شو، خو له هغه وخت راهیسې د صهیونیستي رژیم له خوا د اوربند پرله‌پسې سرغړونې په ټولې غزې کې له  ۱۳۰۰ څخه د زیاتو فلسطینیانو د شهادت او د ۴۳۰۰ څخه د زیاتو نورو د ټپي کېدو لامل شوې دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر څخه، چې صهیونیستي رژیم د دې ساحلي تړانګې پر ضد خپل  نسل‌وژونکی جنګ پیل کړی، له ۷۳ زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.

سربېره پر دې، د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له ۲۰۲۴ کال راهیسې په غزې کې د جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد د جرمونو په تور د نړیوالې جزائي محکمې له خوا تر تعقیب لاندې دی او فیصله ئې کړې چې باید ونیول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4373054

captcha