ایکنا- د مکې د حراء فرهنګي سیمې د قرآن کریم میوزیم د قرآن کریم یوه نادره پاڼه نندارې ته وړاندې کړې ده چې د درېیمې قمری پېړۍ، چې له نهمې میلادي پېړۍ سره برابره ده، پورې اړه لري.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د عاجل خبري اژانس په حواله ئې راکړی، راغلی دي، د قرآن کریم دغه پاڼه د یوه تاریخي اثر په توګه د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د خداي تعالی د کتاب د لومړنیو لیکنو او ساتنې پړاوونه مستندوي.
دغه خطي نسخه د مریم سورې یوه برخه لري چې په سره رنګ قلم سره پر پوستکي لیکل شوې ده. د دې نادره قرآني متن هغه اعراب او نقطې نه لري چې د قرآن کریم د لیکلو په لومړنیو پړاوونو کې لا دود شوي نه وو.
همدې ځانګړتیا دې اثر ته ځانګړی تاریخي او علمي ارزښت ورکړی دی او د دې نندارې له لارې لیدونکو ته دا زمینه برابره شوې چې په لومړنیو اسلامي پېړیو کې د قرآن کریم د لیکدود د پرمختګ له بهیر سره بلد شي.
د میوزیم مسؤلینو ټینګار کړی چې دا خطي نسخه د خپلو ځانګړتیاوو له امله ځانګړی اهمیت لري. پوستکی د قرآن کریم د لومړنیو لیکنو پر مهال د نسخو د لیکلو اصلي وسیله وه.
همدارنګه، په دغې نسخې کې د نقطو او اعرابو نشتوالی د قرآن کریم د لیکنې د تاریخ هغه لومړنی پړاو ښئي چې لا د حروفو د توپیر لپاره د نقطو او نورو نښو د سیستمونو له رامنځته کېدو څخه مخکې و.
دغه نادر اثر د ملک فهد ملي کتابتون کې ساتل کېږي او په میوزیم کې ئې نندارې ته وړاندې کول لیدونکو ته دا فرصت ورکوي چې د قرآن کریم یوه اصیله نسخه له نږدې وویني؛ هغه نسخه چې د وحی د کلام د ساتنې او درناوي تاریخ څرګندوي.
په عین حال کې، دا نندارتون د قرآن کریم د خطي نسخو علمي او فرهنګي ارزښت هم روښانه کوي، په ځانګړې توګه د قرآن کریم د لیکلو او ساتنې د تاریخ په مستندسازۍ کې.
د قرآن کریم میوزیم د مکې په حراء فرهنګي سیمه کې یوه پروژه ده چې د یوه جامع ښوونیز او تعاملي پروګرام له لارې د قرآن کریم تاریخ تشریح کوي او د وحې د نازلېدو پړاوونه په یوه عصري بڼه نندارې ته وړاندې کوي؛ داسې بڼه چې خوندیتوب او ماډرن ټکنالوژۍ سره یوځای کوي.
دغه میوزیم بېلابېلې تخصصي برخې لري چې د قرآن کریم د لیکلو تاریخ، د قرآني علومو او په بېلابېلو تاریخي پړاؤنو کې د قرآن کریم د ساتنې هڅو ته ځانګړې شوې دي.
پر دې سربېره،په میوزیم کې نادرې خطي قرآني نسخې او تعاملي توضیحات هم نندارې ته وړاندې شوي دي، چې د بېلابېلو عمرونو خلکو ته د پوهاوي په لوړولو او د موضوع د لا ښه درک کولو کې مرسته کوي.
دغه میوزیم د سعودي عربستان له دننه او بهر څخه د لیدونکو کوربهتوب کوي او په یوه عصري بڼه د قرآن کریم د تاریخ په اړه د پوهاوي په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. د دې میوزیم لیدنه د ښوونیزې او معنوي تجربې په توګه بلل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4373018