IQNA

16:07 - September 01, 2026
د خبر لمبر: 3493262

په لندن کې په اسلام ضده لاریون کې د افراطي زوړپالو لږ شمېر پلویانو ګډون

ایکنا- په لندن کې د اسلام ضد یو لاریون د افراطي ښي اړخي ډلې د لږ شمېر پلویانو په ګډون او له مخالفو لاریون کوونکو سره د نښتو په ترڅ کې ترسره شو.

افراط پال په لندن کې

یکنانیوز، د الجزیرې په حواله، د شنبې په ماښام په لندن کې د « شریعت  نه غواړو» په شعار سره د توکمپالنې په دغه لاریون کې، چې د بریتانیا د افراطي ښي اړخي استقلال ګوند (UKIP) په بلنه تنظیم شوی و، د ګډونوالو شمېر له څو لسګونو کسانو څخه زیات نه و.

د لاریون په اوږدو کې پولیسو مظاهره کوونکي محاصره کړل او د هغوی د لارویانو او دوکاندارانو څخه د بېلولو لپاره یې سخت امنیتي اقدامات ترسره کړل. همدارنګه، د سیمې پر  ځاي  پولیسو سربېره، له نورو سیمو څخه هم پولیس افسران سیمې ته وروستل شول.

د لندن پولیسو اعلان وئيلي دي، د عامه نظم د قانون له مخې ئې د UKIP له خوا پر تنظیم شوي لاریون ځانګړي محدودیتونه لګولي دي، څو د جدي ګډوډیو یا په ټولنې کې د ګډوډیو مخه ونیول شي.

تینکوني، چې د بریتانیا د استقلال ګوند مشر او د دغه لاریون مسؤول و، په خپلې وینا کې په بریتانیا کې د شریعت د منع کولو غوښتنه وکړه. هغه د اذان، حلالې ذبحې، ستر  او نقاب او هغه څه چې ده ورته «د شریعت محکمې» ویل، د بندولو غوښتنه هم وکړه.

تینکوني همدارنګه د هغو مسلمانانو لپاره چې د جرمونو په تور محکوم شوي وي، د جلا زندانونو د جوړولو غوښتنه وکړه. هغه استدلال وکړ چې هغه مسلمانان چې جرم ترسره کوي، باید د دې پر بنسټ چې په بریتانیا کې زېږېدلي دي او که له هېواده بهر، له بېلابېلو قضايي کړنلارو سره مخ شي.

تینکوني د خپلې وینا پر مهال پر خپلو سیاسي مخالفانو او مخالفو مظاهره کوونکو هم نیوکې وکړې او د هغه څه پر وړاندې یې اعتراض وکړ چې ده ورته «په بریتانیا کې د اسلام نفوذ» ویل. هغه د مسلمانانو له اړوندو بنسټونو سره د مقابلې لپاره یو لړ غوښتنې هم مطرح کړې.

دغه لاریون د بریتانیا د ښي اړخو په منځ کې شته اختلافات هم څرګندوي، سره له دې چې د دې جریان بېلابېلې ډلې د کډوالۍ، ملي هویت او هغه څه په څېر موضوعاتو کې ګډ دریځ لري چې دوی ئې د بریتانوي ټولنې «اسلامي کېدل» بولي.

د تینکوني څرګندونې یوازې د کډوالۍ د سختو سیاستونو یا له افراطیت سره د مبارزې تر غوښتنو محدودې نه دي؛ هغه پخپله اسلام د یوه سیاسي پروژې په توګه معرفي کوي او ادعا کوي چې اسلام په بریتانیا کې د «خلافت» د رامنځته کولو او د واک د ترلاسه کولو هڅه کوي.

 UKIP ګوند په ۱۹۹۳ کال کې جوړ شوی او له هغو سیاسي ځواکونو څخه و چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو ملاتړ یې کاوه. دغه ګوند عموماً د یوه پوپولیستي یا ملتپال ښي اړخي ګوند په توګه طبقه‌بندي کېږي او له برېګزیټ وروسته یې ټاکنیز نفوذ کم شوی دی. دغه ګوند وروسته پر کډوالۍ او ملي هویت پورې اړوندو موضوعاتو تمرکز زیات کړ.

له بلې خوا، د لاریون مخالفانو، چې دغه حرکت یې «فاشیستي» او «توکمپال» باله، په یوه متقابل اعتراض کې غونډ شول. دغه متقابل لاریون د «د توکمپالنې پر وړاندې ودرېږئ»نومې تنظیم له خوا بلل شوی و.

د متقابل لاریون یوه ګډونوال الجزیرې ته وویل چې د ده د ګډون دلیل دا و چې باید د ولسي مقاومت له لارې د افراطي ښي اړخو د فعالیتونو مخه ونیول شي او هغوی ته اجازت ورنه کړل شي چې د دې په ښودلو سره خپل قدرت  زیات کړي چې مخالفان ئې «اکثریت» دي.

دغه اعتراض کوونکي وویل:هر کله چې فاشیستان  سړکونو ته راوځي، مونږ باید د هغوی د مقابلې لپاره هم راووزو.»

هغه زیاته کړه،هدف دا دی چې وښودل شي هغه کسان چې د افراطي ښي اړخو شعارونه ردوي، باید منزوي یا ووېرول شي.

د بریتانیا د مسلمانانو د شورا (MCB) یوه ویاند الجزیرې ته وویل چې په بریتانیا کې د شریعت د قانون د تپلو هېڅ ډول کمپاین نشته او د یوه «جوړ شوي ګواښ» پر بنسټ د لاریون تنظیمول یوازې د خلکو ترمنځ وېش او تفرقه زیاتوي.

دغه ویاند د بریتانیا د استقلال ګوند (UKIP) او د هغه  پر مشر تور ولګاوه چې د هېواد د وېش او د ناسمو معلوماتو د خپرولو له لارې «د بهرنیو قدرتونو په ګټه عمل کوي.

هغه د متقابل اعتراض له ګډونوالو او ځايي اوسېدونکو هم ستاینه وکړه او وې ویل چې هغوی د «یووالي او متقابل درناوي» لپاره ودرېدل.

له بلې خوا، په لندن کې د فلسطینیانو د ټولنې مشر عدنان حمیدان الجزیرې ته وویل چې د «شریعت نه  غوا ړو » په عنوان سره د لاریونونو ډېره برخه پر «ګمراه کوونکو روایتونو او له اسلام څخه پر مبالغه شوو وېرو» ولاړه ده.

هغه ټینګار وکړ چې دغه ډول پېښې کله ناکله له هغه پراخ بحث او خطاب سره همغږي کېږي چې مسلمانان او د هغوی اړوندې موضوعګانې په نښه کوي. نوموړي د «افراطي ښي اړخو د راڅرګندېدو» او د اسلام‌ضده پروسې د پیاوړتیا لپاره د هغوی د هڅو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

  https://iqna.ir/fa/news/4373036

captcha