ایکنا- عربو شاعرانو د نجف اشرف د روضې حیدریه کتابتون او د اسلامي هنرونو له نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د حضرت امام علي (ع) په حرم کې له موجودو فکري او فرهنګي میراثونو څخه ستاینه وکړه.
ایکنانیوز د علوي آستان په حواله راپورراکړ، د لوی پیغمبر حضرت محمد (ص) د عربي شعر د پنځمې نړیوالې جشنوارې د ملګرو پروګرامونو په ترڅ کې، عربي شاعرانو چې په دغې جشنواره کې ئې ګډون کړی و، د حضرت امام علي (ع) د سپېڅلي حرم له صحنونو څخه لیدنه وکړه او د حرم په ټولګې کې ئې له مهمو تاریخي او معماري ودانیو څخه لیدنه وکړه.
په دغو مراسمو کې ګډون کوونکو عربو شاعرانو د روضې حیدریه کتابتون او د اسلامي هنرونو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړه.
شاعرانو د روضې په حیدریه کتابتون کې له موجودو علمي، تاریخي او ادبي خزانو څخه خپله خوښي او ستاینه څرګنده کړه. دوی وویل چې دغه آثار د پام وړ فکري او فرهنګي میراث څرګندونه کوي.
هغوی همدارنګه د هغو کتابونو او سرچینو له ټولګې څخه ستاینه وکړه چې د اسلامي او بشري میراث په ساتنې کې مرسته کوي.
ګډونوالو د اسلامي هنرونو د نندارتون هم لیدنه وکړه، چې پکې ارزښتناک نقاشئ او هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي وو. دغو آثارو د اسلامي هنر ښکلا او خوندیتوب انځوراوه.
هغوی د حضرت امام علي (ع) د سپېڅلي حرم د سیمې تاریخي ودانۍ او معماري هم وستایله.
دغه فعالیتونه د «الصادقین» د پنځمې نړیوالې اوونۍ د بېلابېلو پروګرامونو یوه برخه ده. په دې اوونۍ کې ګڼ قرآني، فرهنګي، علمي، د خبرو اترو او شعر اړوند فعالیتونه ترسره کېږي.
سربېره پر دې، د حضرت محمد مصطفی (ص) د مبارک میلاد د کلیزې په مناسبت ټولنیز پروګرامونه هم د علوي سپېڅلي حرم په شاوخوا کې او د نجف ښار په بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي.
د روضې حیدریه کتابتون
مَکْتَبَة الرّوضَة الحیدریّة، چې د حضرت امام علي (ع) د حرم کتابتون دی، د نجف ښار له تر ټولو پخوانیو او مشهورو کتابتونونو څخه شمېرل کېږي او د امیرالمؤمنین (ع) د سپېڅلي حرم په صحن کې موقعیت لري.
دغه کتابتون په نورو نومونو هم شهرت لري او له پخوا راهیسې د نادرو کتابونو او د لیکوالانو او سترو علمي او ادبي شخصیتونو د خطي نسخو د ساتنې ځای و.
خو دغه کتابتون د پېړیو په اوږدو کې له زیانونو سره مخ شوی او ګڼ شمېر کتابونه ئې له منځه تللي دي.
د صدام له واکمنۍ وروسته، د نجف اشرف د ستر مرجع آیتالله سیستاني په لارښوونه، دغه کتابتون بېرته احیا او پرانیستل شو.
اوس مهال حیدریه کتابتون ګڼې اسانتیاوې او بېلابېلې تخصصي څانګې لري.
https://iqna.ir/fa/news/4373014