IQNA

16:49 - September 01, 2026
د خبر لمبر: 3493265

یوه افغان کارپوه وائي؛ د مسلمانانو د ستونزو د حل لپاره د امت یووالی اړین دی

ایکنا- د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیشن د خبرو په غبرګون کې یوه افغان کارپوه محمد رسولیار ویلي د مسلمانانو د ستونزو یوازینې حل لاره د اسلامی امت وحدت  او یووالی دی.

شیعه او سنی

ایکنانیوز  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېشن مشر ابراهیم عزیزي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي  که د اسلام ټول امت یو موټی وای، نو صهیونیسټي رژیم به په غزی کې په دومره اسانۍ لسګونه زره بې‌ګناه س، اهل سنت مسلمانان نه وای وژلي.

عزیزي ټینګار کوي چې امریکا د اهل تشِع په څېر د اهل سنتو هم دښمنه ده او په افغانستان، غزه، لبنان او ایران کې د امریکا کړنې او جنایتونه د دې ادعا څرګند ثبوت بلل کېږي.

په عین  حال کې د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه محمد رسولیار وايي، که څه هم یهود او نصارا په خپلو کې ژور اختلافات لري، خو د مسلمانانو پر وړاندې یو موټی دي؛ نو مسلمانانو ته هم پکار ده چې خپل اختلافات پرېږدي او یووالی وساتي.

نوموړی وايي، په غزه، لبنان، عراق، یمن، سوریه او افغانستان کې روان ظلمونه د مسلمانانو د نفاق او ذات‌البیني اختلافاتو له امله دي. د رسولیار په وینا، اسرائیل او د هغوی غربي حامیان د مسلمانانو د ځمکو د لاندې کولو لپاره ستراتیژیک اهداف لري، نو په اوسني وضعیت کې مسلمانان باید یووالی وساتي او د خپلو ځمکو او اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره ګډ دریځ غوره کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایراني چارواکو په وینا، امریکا په وروستیو میاشتو کې له ایران سره د شوې هوکړې سرغړونه کړې او په پرله پسې ډول يې پر ایران بریدونه کړي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177508

captcha