ایکنا- د «سیرتالنبي(ص) او مشاعرې» کنفرانس د حضرت محمد مصطفی(ص) او امام جعفر صادق(ع) د میلادونو په مناسبت، د پاکستان د خیبر پختونخواه په پېښور کې د ایران د فرهنګي مرکز په کوربهتوب ترسره شو.
ایکنا نیوز په پاکستان کې د ایران د فرهنګي مشاوریت په حواله راپور راکړی د «سیرتالنبي او مشاعرې» کنفرانس د حضرت محمد اکرم(ص) د میلاد او د امام جعفر صادق(ع) د نیکمرغه زوکړې په مناسبت، د پاکستان د خیبر پختو نخواه صوبې په پېښور کې د ایران د فرهنګي مرکز په هڅې او د منهاجالقرآن د ښځینه برخې د ښځینه ټولنې د «کاروان حوا» ، او د پېښور د «روشني کوثر» ادارې په همکارۍ ترسره شو.
په دغو مراسمو کې د پېښور لپاره د ایران سرقونسل علي بنفشهخواه، د پېښور د فرهنګي مرکز مسئول حسین چاقمي، د پېښور له مذهبي مشایخو څخه پیر سید عنایت شاه، یو شمېر شیعه او سني علماؤ، پوهانو، فرهنګي او ادبي شخصیتونو، شاعرانو، یو شمېر فعالو ټولنیزو ښځې او د اهلبیت(ع) مینهوالو ګډون کړی وو.
دغه مراسم په پېښور کې د ایران د فرهنګي مرکز په امام خمیني(ره) تالار کې ترسره شول او د رسول اکرم(ص)، اهلبیت(ع) او اسلامي فرهنګ او ادب د سیرت او ښوونو له مینهوالو څخه یې پراخ هرکلی ترلاسه کړ.
د پېښور لپاره د ایران سرقونسل علي بنفشهخواه د حضرت محمد بن عبدالله(ص) او امام جعفر صادق(ع) د مبارکو میلادونو د مبارکۍ ترڅنګ وویل:
د محمد مصطفی(ص) پنځون د بشریت لپاره د لوی او بېساري خدای تعالی ډالۍ ده؛ داسې ډالۍ چې موخه یې د دین مبین اسلام پر بنسټ د انسانانو د پوهاوي، درک او هدایت لوړول او د هغوی د شخصیت او وجود د بدلون په لاره کې لارښوونه ده.
هغه وویل: د رسول اکرم(ص) شخصیت او اخلاق الهي وو. هغه د دې لپاره مبعوث شو چې انسانان د شیطان او د هغه د لښکرو پر وړاندې په مبارزې کې رهبري او هدایت کړي.
هغه زیاته کړه: حضرت محمد(ص) مأمور شوی و چې پر لوی خدای د توکل او د عدالت د ټینګښت په موخه، د اسلام د ښوونو او لارښوونو پر بنسټ د ظلم او توپیر د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړي.
محمد(ص) راغی څو د مسلمانانو پر یووالي تکیه وکړي، واحد اسلامي امت رامنځته او بنسټ ئې کېږدي، څو په هره زمانې کې له شیطانانو او ظالمانو سره مبارزه وکړي. د مظلومانو دفاع او د توپير له منځه وړل د هغه د الهي نظام د مکتب له بنسټیزو اصولو څخه وو.
سرقونسل د اسلامي یووالي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د یوه واحد اسلامي امت د رامنځته کېدو یوازینۍ لار د اسلامي نړۍ پر داخلي ځواک تکیه کول دي؛ داسې قدرت چې د صهیونیستي رژیم د سرطان دانې او نړیوال استکبار د منزوي کولو او له منځه وړلو وړتیا ولري.
هغه د خپلې وینا په پای کې د سعدي شیرازي له هغو شعرونو څخه څو بیتونه ولوستل چې د رسول اکرم(ص) په مدح کې ویل شوي دي.
نورو ویناوالو هم د بشریت د بشپړ بیلګې په توګه د رسول اکرم(ص) پر لوړ مقام ټینګار وکړ او د مسلمانانو په وګړنیز او ټولنیز ژوند کې ئې د هغه د سیرت د بیاکتنې او بیا پېژندنې پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغوی څرګنده کړه چې نبوي ښوونې کولی شي د مسلمانانو ترمنځ د اخلاقو، همدردۍ، ورورولۍ او یووالي د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
د پروګرام په دوام کې د مراسمو ادبي او فرهنګي برخه د مشاعرې په جوړېدو سره ترسره شوه.
شاعرانو او د شعر او ادب مینه والو د حضرت رسول اکرم(ص)، حضرت امام جعفر صادق(ع) او د عصمت او طهارت د اهلبیت(ع) په مدح او منقبت کې خپل شعرونه ولوستل او د مراسمو فضا یې د شعر او د رسول الله(ص) د کورنۍ له مینې څخه ډکه کړه.
په دغې مشاعره کې اردو او فارسي شعرونه وړاندې شول چې موضوعات یې د رحمت د پیغمبر(ص) له مینې او ارادت، د هغه له اخلاقي او معنوي فضیلتونو، د اهلبیت(ع) له مقام، د مسلمانانو له یووالي او ګډو اسلامي ارزښتونو سره تړاو درلود.
په پېښور کې د ایران فرهنګي مرکز هم د بېلابېلو مناسبتونو په ترڅ کې د فرهنګي، ادبي او دیني پروګرامونو په جوړولو سره د علمي او فرهنګي شخصیتونو ترمنځ د خبرو اترو او متقابل تعامل لپاره زمینه برابروي او د دواړو ملتونو د ګډ تمدني ظرفیتونو په معرفي کولو کې ونډه اخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4373358/