ایکنا- د سوریې د اوقافو وزارت د «ارشاد» پلیټ فورم له لارې د دمشق په ۶۳ نړیوال نندارتون کې لیدونکو ته د عمرې او حج د سفرونو په قرعهکشیو کې د ګډون او د قرآن کریم د نسخو د ترلاسه کولو فرصت برابر کړی دی.
ایکنانیوز د سوریې د «سانا» خبري اژانس په حواله راپور راکړی، د سوریې د اوقافو وزارت د «ارشاد» پلیټ فورم له لارې د دمشق د ۶۳ نړیوال نندارتون لیدونکو ته د دیني لارښوونو، فقهي مشورو او سلا مشورو یوه ګډه ټولګه وړاندې کوي.
دغه پلیټ فورم لیدونکو ته دا فرصت برابروي چې د عمرې او حج د سفرونو په ورځنیو او وروستۍ قرعهکشیو کې ګډون وکړي او د قرآن کریم نسخې هم ترلاسه کړي
د دغه پلیټ فورم مسؤل «صهیب العلوات» د سانا خبریال ته وویل: «ارشاد» د پوهاوي او لارښوونې یو پلیټ فورم دی چې د سوریې د اوقافو وزارت د برېښنايي پوهاوي او لارښوونې ادارې پورې تړاو لري.
د نوموړي په وینا، دغه پلیټ فورم د دیني مبلغینو او علماوو په همکارۍ دیني او ښوونیز پروګرامونه رامنځته کوي او د انلاین فوري ګډون زمینه برابروي، څو خلک وکولای شي په اسانۍ سره د ورځنیو جایزو په قرعهکشیو کې ګډون وکړي.
العلوات څرګنده کړه چې دغه پلیټ فورم لیدونکو ته اجازت ورکوي چې د عمرې د سفر لپاره په ورځنۍ قرعهکشۍ او د یوه ګټونکي لپاره د بشپړ حج د سفر په وروستۍ قرعهکشۍ کې ګډون وکړي. سربېره پر دې، د نندارتون د پروګرامونو په ترڅ کې نورې بېلابېلې ډالۍ او جایزې هم ورکول کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې ټولې قرعهکښې د یوې ځانګړې وېبپاڼې له لارې ترسره کېږي او پایلې یې په بشپړه روڼتیا سره اعلانېږي.
د قرآن کریم د نسخو وېش
د نندارتون د قرآن کریم د وېش د برخې سرپرست «حمزه السالم» هم څرګنده کړه چې د دې طرحې موخه دا ده چې هر لیدونکي ته د قرآن کریم یوه نسخه ډالۍ شي.
هغه وویل، هڅه کېږي چې د هېواد هره کورنۍ لږ تر لږه یوه نسخه ترلاسه کړي او دغه سپېڅلی کتاب تر ممکنه حده په پراخه کچه ووېشل شي.
السالم زیاته کړه چې هره ورځ له ۶۰۰۰ څخه ډېرې نسخې د لیدونکو د پراخ او پرلهپسې استقبال په ترڅ کې وېشل کېږي، چې دا د قرآني لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره د ټولنې د خلکو د پراخې لېوالتیا ښکارندويي کوي.
د دمشق نړیوال نندارتون
د دمشق نړیوال نندارتون یو څو اړخیز سوداګریز نندارتون دی چې مهمې برخې یې ساختماني، خوراکي توکي، ټکنالوژي، انرژي او صنعت دي
د دغه نندارتون موخه د نړیوالو او کورنیو شرکتونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د رامنځته کولو لپاره د یوه مناسب چاپېریال برابرول او په بېلابېلو برخو کې د بیارغونې او پراختیا له هڅو ملاتړ کول دي.
د دغه نندارتون ۶۳مه دوره د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۶مه (۴ وږی) پیل شوې او د سپټمبر تر ۴مې (۱۳ وږی) پورې به دوام وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4373235