ایکنا-په مصر کې د «رسنیو د مقرراتو د عالي شورا» اړوند د «عمومي څارنې ادارې» د موندنو پر بنسټ د شکایتونو د څېړنې کمېټې، د یوه رستورانت د ټولنیزو چینلونو اډمین د دغه هېواد د قرآن راډیو د شکایت د څېړنې غونډې ته احضار کړی دی.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «صدي البلاد» په حواله ئې راکړی راغلي دي، د مصر د «رسنیو د مقرراتو عالي شورا» په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې دغه اقدام د رسنیزو مقرراتو د خلاف ورزۍاو د «قرآن کریم راډیو» د معنوي ملکیت د حقوقو د تر پښو لاندې کولو له امله شوی دی.
د یوه رستورانت د ټولنیزو چینلونو اډمین د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د دې راډیو اړوند یو غږیز فایل بدل کړی او بیا یې د رستورانت د ټولنیز چینل پاڼې لپاره په یوه تبلیغاتي اعلان کې د شالید غږ په توګه کارولی دی.
دغه اقدام په مصر کې د «رسنیو د مقرراتو عالي شورا» د «عمومي څارنې ادارې» د څارنیزو فعالیتونو په ترڅ کې کشف شوی دی.
د دغې شورا په هغه خبرپاڼه کې چې په دا وروسیتو کې خپره شوې، راغلي چې دا پرېکړه د رسنیزو مقرراتو د خلاف ورزۍاو د مصر د «قرآن کریم راډیو» د معنوي ملکیت د حقوقو د ضایع کولو له امله شوې ده. دغه سرغړونه په دې کې شامله ده چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د یاد راډیو اړوند یو غږیز فایل بدل شوی او د رستورانت د ټولنیزچینل د پاڼې لپاره په یوه تبلیغاتي اعلان کې د شالید غږ په توګه کارول شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4373206