IQNA

13:07 - September 02, 2026
د خبر لمبر: 3493269

د آسیان هېوادونو  د حلال شیانو د ګډ تصدیق‌لیک د صادرولو لپاره د فیلیپین هڅې

ایکنا- فیلیپین هڅه کوي چې د آسیان غړو هېوادونو ترمنځ د حلال تصدیق‌لیک د صادرولو لپاره ګډ قوانین تصویب شي.

د فلیپین حلال بازار

 ایکنانیوز د «عرب نیوز»له قوله راپور راکړ، د فیلیپین د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي چې دغه هېواد هڅه کوي د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې «آسیان» د غړو هېوادونو ترمنځ د حلال تصدیق‌لیکونو د صادرولو لپاره ګډ معیارونه رامنځته کړي. د دې اقدام موخه دا ده چې د محصولاتو متقابله پېژندنه اسانه شي او د منځني ختیځ او نورو اسلامي بازارونو ته لاسرسی پراخ شي.

د آسیان له ۱۱ غړو هېوادونو څخه درې هېوادونه، یعنې انډوینشیا، ملایشیا او برونای، مسلمان اکثریت لري. دغه درې هېوادونه د دې ټولنې د څه باندې ۶۸۰ میلیونه نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي.

که څه هم فیلیپین تر ډېره کاتولیک هېواد دی، خو د مسلمانانو یوه د پام وړ لږکی لري چې د دغه هېواد د نږدې ۱۲۰ میلیونه نفوس شاوخوا ۱۰ فیصده جوړوي.

د فیلیپین د سوداګرۍ وزارت ویلي: د آسیان هېوادونه په عمومي ډول د اسلامي قوانینو پر بنسټ د حلال له یو شان بنسټیزو اصولو څخه پیروي کوي؛ خو د حلال تصدیق‌لیک د صادرولو کړنلارې، د اعتبار ورکولو شرایط، اداري جوړښتونه او د پېژندنې سیستمونه په بېلابېلو هېوادونو کې توپیر لري.

آسیان هڅه کوي چې د خوړو لپاره همغږي شوي حلالې لارښونې رامنځته کړي او د متقابل پېژندنې کچه لوړه کړي، څو په ټوله سیمه کې لا زیاته همغږي رامنځته او سوداګري اسانه شي.

دغه وزارت زیاته کړې ده: په ټولې آسیان سیمې کې، په ځانګړي ډول د خوراکي محصولاتو لپاره، د حلالو معیارونو لا زیات همغږه کول به د هېوادونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي، د معیارونو د پوره کولو لګښتونه کم کړي، صادرونکو ته بازارونو ته د واریدیدا زمینه اسانه کړي، د مصرفوونکو باور زیات کړي او د آسیان د غړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پیاوړې کړي.

د حلال نړیوال بازار، په ځانګړي ډول د حلالو خوړو بازار، په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دی. د «د اسلامي نړیوال اقتصاد وضعیت» په باب د هغه راپور له مخې چې د جون په میاشت کې د مسلمانانو د بازارونو په برخې کې د تخصص لرونکي امریکايي مشورتي شرکت «دینار سټنډرډ» له خوا خپور شوی، په ۲۰۲۴ کال کې د حلالو خوړو پر مصرف د مصرفوونکو لګښت ۱.۵۳ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی و.

په دغه راپور کې اټکل شوی چې د حلالو خوړو د بازار ارزښت به تر ۲۰۲۹ کال پورې ۲.۰۶ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي.

څنګه چې فیلیپین په ۲۰۲۶ کال کې د آسیان دوره‌یي مشري پر غاړه لري، دغه هېواد تېره میاشت د حلالو خوړو په اړه د آسیان د کاري ډلې د غونډې کوربه و، چې په ترڅ کې یې د حلالو ګډو معیارونو په اړه بحث وشو.

د فیلیپین د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د آسیان غړي هېوادونه اوس مهال د حلالو خوړو په اړه د آسیان لارښونه ارزوي، څو په دې برخه کې یوه لا همغږې سیمه‌ییزه تګلاره رامنځته شي.

فیلیپین په فعاله توګه د آسیان د موجوده میکانیزمونو له لارې په دغو بحثونو کې ګډون کوي، خو د راتلونکو هر ډول ترتیباتو پلي کېدل به د غړو هېوادونو په اجماع پورې تړلي وي.

د حلال تصدیق‌لیک له صادرولو سره لېوالتیا مخ په زیاتېدو ده، ځکه شرکتونه هڅه کوي چې په آسیان، منځني ختیځ او د اسلامي ملګرتیاموسیسې (OIC) په نورو هېوادونو کې مسلمان کورنیو مصرفوونکو او صادراتي بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د پام وړ ټکی دا دی چې لېوالتیا له حلالو محصولاتو سره هغو بازارونو ته هم پراخه شوې چې غیرمسلمانان په کې اکثریت لري.

له سختو روغتیايي او پاکوالي معیارونو سره د حلالو محصولاتو مطابقت، چې د تولید په بهیر کې رعایتېږي، د هغو مصرفوونکو لپاره هم د پام وړ دی چې روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي. له همدې امله حلال محصولات د لوړ کیفیت، خوندي او سالمو محصولاتو له مفهوم سره تړل شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4373252

captcha