ایکنا- د ښځو لپاره د قرآن کریم د حفظ نوی مرکز، چې نوم یې «مریم بنت محمد بنعید المهندي» دی، د قطر په خور ښار کې پرانیستل شو.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «الرایه» په حواله ئې ر اکړی دی ،راغلي دی، د دغه مرکز موخه د قرآن کریم د زدهکړې پراختیا، د اسلامي ارزښتونو بنسټیز کول، په راتلونکو نسلونو کې د ملي هویت پیاوړتیا او په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې د ښځو او انجونو لپاره د تخصصي زدهکړې د چاپېریال برابرول دي.
دغه مرکز د بېلابېلو عمرونو او تحصیلي کچو لپاره قرآني پروګرامونه او کړۍوړاندې کوي او ګډونوالو ته دا زمینه برابروي چې د خپلو ځانګړو اړتیاوو او وړتیاوو له مخې له مناسبو زدهکړیزو پروګرامونو څخه ګټه واخلي.
د دغه مرکز په پروګرامونو کې د قرآن کریم حفظ، تکرار، د تلاوت پیاوړتیا او د تجوید زدهکړه شامله ده؛ ترڅنګ یې د قرآن کریم د معناؤ تدبر او د قرآني مفاهیمو له ورځني چلند او ژوند سره تړل هم شامل دي.
همدارنګه د المهندي مرکز به د بېلابېلو قرآني او زدهکړیزو پروګرامونو پر پراختیا او د قرآن کریم د تدریس په برخه کې د متخصصو کسانو پر جذب تمرکز وکړي.
د دغه مرکز مدیرې، مریم بنت سعید المهندي، ټینګار وکړ چې د دغه نوښت موخه یوازې د قرآن کریم له حفظ او تلاوت څخه پراخه ده، بلکې غواړي قرآني ارزښتونه د ګډونوالو په چلند او ورځني ژوند کې بنسټیز کړي.
هغې زیاته کړه: «مونږ دغه مرکز یوازې د قرآن کریم د حفظ لپاره د یوه ځای په توګه نه وینو؛ بلکې غواړو چې دا «د قرآن پهکور» بدل شي؛ داسې ځای چې یوه ماشومه نجلۍ په قرآن سره په مینه کې لویه شي، یوه پيغله نجلۍ له قرآن سره خپله اړیکه پیاوړې کړي او ښځې وکولای شي د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې له الهي کتاب سره خپل سفر ته دوام ورکړي.»
المهندي وویل: «د قرآن کریم زدهکړه یوازې د آیتونو په حفظولو سره پای ته نه رسېږي؛ بلکې اصلي اغېز یې هغه مهال پیلېږي چې د قرآن معناوې او ارزښتونه د انسان په شخصیت، چلند او د ژوند په طرز بدل شي.»
هغې وویل: «مونږ هڅه کوو چې د لوړ کیفیت قرآني او زدهکړیز پروګرامونه وړاندې کړو، څو په زدهکړه کې لوړ معیار، سمه روزنه او ژورې اغېزې رامنځته شي.»
المهندي ټینګار وکړ: «کله چې مونږ یو کس ته قرآن ور زده کوو، یوازې داسې یو څوک نه روزو چې د خداي تعالی د کتاب حافظ وي؛ بلکې په یوه نسل کې یو ارزښت بنسټیز وو او داسې اغېزې رامنځته کوو چې ټولې کورنۍ ته غزیدلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4373265