IQNA

13:36 - October 21, 2026
د خبر لمبر: 3493509

سعودي عربستان د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې د مسجد نبوي د لیدونکو شمېر اعلان کړ

ایکنا- د حرمین شریفین د چارو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر ستمبر په میاشت کې د مسجد نبوي د لیدونکو شمېر له ۲۱.۵ میلیونو څخه زیات و.

lمسجدالنبی

ایکنا خبري اژانس د الیوم السابع له قوله راپورراکړی، د   مکې مکرمې  او مسجد نبوي د چارو عمومي ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې د مسجد نبوي د لیدونکو ټول شمېر ۲۱ میلیونه، ۶۱۵ زره او ۹۷۷ تنو ته رسېدلی دی.

 دغې ادارې د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس په حواله، په  یوې احصائي راپور کې ویلي چې دوه میلیونه، ۱۲۴ زره او ۴۲۱ لیدونکو ته د رسول الله ﷺ د مبارک حضور پر وړاندې د سلام ویلو توفیق ور په برخه شوی دی. همدارنګه، یو میلیون، ۴۴۹ زره او ۷۹۱ لیدونکو په «روضې شریفې» کې لمونځ ادا کړی دی.

ادارې په خپل راپور کې زیاته کړې چې ۳۵۵ زره او ۱۳۰ لیدونکو د ځای موندنې او لارښوونې له خدمتونو څخه ګټه اخیستې، او ۲۸۷ زره او ۸۸۶ کسانو د زائرینو د خدمتونو له مرکزونو څخه استفاده کړې ده. دا خدمتونه د هغو جامع خدمتونو د نظام یوه برخه ده چې د مسجد نبوي د لیدونکو د ملاتړ لپاره برابر شوي دي.

په دغو احصایو کې هغه ۳۰۸ زره او ۲۶۱ کسان هم شامل دي چې له داخلي ټرانسپورټي وسایلو، لکه برېښنائي ګاډو او برېښنايي یا عادي  لاس  ګاډو، څخه یې ګټه اخیستې ده. همدارنګه، ۷۹ زره او ۵۹۹ کسانو د سپین‌ږیرو او معلولیت لرونکو کسانو لپاره له ځانګړو خدمتونو څخه استفاده کړې ده.

د راپور له مخې، د علم او پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې ۸۱ زره او ۲۴۳ لیدونکو د مسجد نبوي کتابتون ته مراجعه کړې او ۱۳۷ زره او ۸۶۷ کسانو په دغه سپېڅلي ځای کې له جوړو شویو نندارتونونو څخه لیدنه کړې ده.

یادې ادارې ټینګار کړی چې دا شمېرې د هغو دوامداره هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د لوړ کیفیت لرونکو خدمتونو وړاندې کول دي. دغه خدمتونه د دې لپاره برابرېږي چې د زیارت کوونکو او لیدونکو تجربه لا بډایه شي او هغوی وکولای شي د مسجد نبوي په انګړونو کې په ارامه او له سکون څخه په ډک چاپېریال کې لمونځونه ادا کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4383583

captcha