ایکنا- د امریکا پخواني ولسمشر د کانګرس پر مسلمانې غړې، الهان عمر، د روانو څېړنو په غندلو سره دغه اقدام د ټرمپ د منتقدینو د غلي کولو یوه هڅه وبلله.
ایکنا نیوز د عربي ۲۱ له قوله راپور راکړ، د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د عدلیې وزارت له خوا د ډیموکرات ګوند د کانګرس د غړې الهان عمر په اړه روانې څېړنې «ټکان ورکوونکې» وبللې.
هغه د ډونالډ ټرمپ حکومت تورن کړ چې له دولتي ادارو څخه د خپلو تر ټولو مشهورو منتقدینو د یوې څېرې د وېرولو او تر دباؤ لاندې راوستلو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.
اوباما اندېښنه څرګنده کړه چې ښايي دغه اقدام د الهان عمر سومالیا ته د شړلو یا بېرته لېږلو د هڅې لپاره یوه مقدمه وي.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې په یوې لیکنې کې ولیکل چې حکومت خپل ټول قدرت او امکانات د یوه منتخب چارواکي پر ضد کارولي دي، په داسې حال کې چې دغه چارواکی قانون ته ژمن دی؛ او یوازینی لامل یې دا دی چې نوموړې پر ولسمشر د نیوکې کولو جرائت کړی دی.
اوباما همدارنګه اشاره وکړه چې په واشنګټن ډي سي کې د الهان عمر د کور تلاشي د هغو شواهدو د موندلو لپاره یوه هڅه وه چې له شاوخوا دوو لسیزو پخوانیو احتمالي جرمونو سره تړاو لري. د هغه په وینا، د نوموړې پر ضد د مطرح شویو تورونو د ثابتولو لپاره هېڅ شواهد نشته.
سي اېن اېن چینل راپور ورکړی چې دغه تلاشي د کډوالۍ په برخې کې د درغلیو په اړه د روانو څېړنو یوه برخه وه. په ځانګړې توګه، څېړل کېدله چې ایا د الهان عمر پلار په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا د تابعیت د ترلاسه کولو پر مهال د هغې د عمر په اړه ناسم معلومات وړاندې کړي وو که نه.
الهان عمر د خپل تابعیت د ترلاسه کولو په بهیر کې هر ډول سرغړونه رد کړې ده. هغې ټینګار کړی چې په ۱۹۹۵ کال کې له سومالیا څخه تر تېښتې وروسته ئې د امریکا تابعیت په قانوني توګه ترلاسه کړی دی.
تر اوسه پورې د نوموړې پر ضد هېڅ جنايي تور نه دی لګول شوی او د عدلیې وزارت هم داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې د هغې له خوا د کوم جرم ترسره کېدل ثابت کړي.
اوباما خبرداری ورکړ چې که په دې ډول د څېړنو کارول په یوه معمول کړنلاره بدل شي، نو کېدلی شي د نورو منتخب چارواکو د په نښه کولو لپاره هم په یوه الګو واوړي؛ پرته له دې چې د هغوی سیاسي یا فکري تمایلات څه وي.
هغه څرګنده کړه چې د هر ولسمشر یا حکومت له خوا د سیاسي دریځونو له امله د خلکو د وېرولو او تر فشار لاندې راوستلو هڅه باید د امریکا د خلکو غوسه راوپاروي.
که څه هم حکومت تر اوسه د الهان عمر د تابعیت د لغوه کولو لپاره د کوم رسمي اقدام اعلان نه دی کړی، خو ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې په خپله ټولنیز چینل «ټروت سوشل» کې سومالیا ته د الهان عمر د بېرته لېږلو غوښتنه څرګنده کړې وه.
ټرمپ تېره اوونۍ له خبریالانو سره په خبرو کې د نوموړې د کور په تلاشي کې هر ډول لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې دا موضوع د عدلیې وزارت په واک او صلاحیت کې ده. خو له دې سره سره، هغه د کانګرس پر دې غړې شخصي نیوکو ته دوام ورکړ.
الهان عمر د خپل کور تلاشي د هغه څه د لا سختېدو وروستی پړاو وباله چې هغې د ټرمپ له خوا پر ځان د «سیاسي وېرولو کمپاین» نوم ورکړی دی. نوموړې ټینګار وکړ چې که څه هم د بیا ټاکل کېدو لپاره مبارزه کوي، خو هېڅکله به اجازت ورنه کړي چې غږ یې خاموش شي.
https://iqna.ir/fa/news/4383560