ایکنا-په ملایشیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري استازولۍ په یو لړ مراسمو کې د شیخ عبدالهادي عونګ د پنځوس کلنو علمي او تفسيري فعالیتونو ستاینه وشوه.
د ایکنا خبري اژانس چې ملایشیا په هېواد کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري استازولۍ د عامه اړیکو د دفتر د معلوماتو له مخې ئې راکړی ، راغلی دي، د شیخ عبدالهادي عونګ، چې د ملایشیا د اسلامي ګوند (PAS) مشر او د دغه هېواد له مشهورو دیني او سیاسي شخصیتونو څخه دی، د تعلیمي او تفسيري فعالیتونو د پیل د پنځوسمې کلیزې په مناسبت، د قرآن کریم د تفسیر یوه ۱۵ جلدي ټولګه د «تفسیر التبیان» تر سرلیک لاندې معرفي او خپره شوه.
شیخ عبدالهادي عونګ خپلې دیني زده کړې په مدینه منوره او مصر کې بشپړې کړې دي. هغه په ۱۹۷۶ میلادي کال کې، کله چې ۲۹ کلن و، د ترنګانو ایالت د روسیلا سیمې د خلکو په غوښتنه، په روسیلا جومات کې د خپل پلار تعلیمي فعالیتونه پر مخ یووړل.
نوموړي په تېرو پنځو لسیزو کې په پرلهپسې توګه د قرآن کریم تفسیر، اسلامي عقاید، حدیث، فقه او اسلامي تاریخ تدریس کړی دی.
د «تفسیر التبیان» ټولګه د قرآن کریم د آیتونو د پنځوس کلن تدریس او تشریح پایله ده. دغه اثر تر راټولولو، تدوین، بیاکتنې او سمون وروسته په ۱۵ ټوکو کې خپور شوی او د قرآن کریم د ټولو ۳۰ سپارو تفسیر پکې شامل دی.
په ملایشیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار، حبیب رضا ارزاني، د دې علمي او کلتوري لاسته راوړنې د اهمیت په اړه وویل: په یوه جومات کې د پنځوسو کلونو لپاره د قرآن کریم د تدریس او تفسیر دوام، د دیني عالم، جومات او اسلامي ټولنې ترمنځ د اړیکو یوه ارزښتناکه بېلګه ده. دا تجربه ښئي چې څنګه یو دوامدار تعلیمي فعالیت د راتلونکو نسلونو لپاره په یوه تلپاتې علمي میراث بدل کېدای شي.»
هغه زیاته کړه چې د اسلامي نړۍ له اساسي اړتیاوو څخه یوه د اسلامي متفکرینو او دیني عالمانو د علمي میراث مستندسازي او ساتنه ده.
د نوموړي په وینا، د تفسیر التبیان د ټولګې خپرېدل، د علمي او قرآني ارزښت ترڅنګ، د شفاهي او دودیزو زدهکړو په لیکلو اثارو د بدلولو یوه بریالۍ بېلګه ده؛ داسې اثار چې څېړونکي او د اسلامي معارفو مینهوال ترې ګټه اخیستلی شي.
د ایران کلتوري سلاکار د «پرمتا امت» (Permata Ummah) مؤسسې فعالیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د دغې مؤسسې جوړول په ۲۰۱۸ کال کې د شیخ عبدالهادي عونګ د اثارو، ویناوو، خطبو او افکارو د راټولولو او ساتلو په موخه یو د پام وړ اقدام دی.
هغه زیاته کړه چې په دې مؤسسې کې د لوړو زدهکړو لرونکو او فعالو ځوانانو ګډون هم د اسلامي نړۍ د علمي او کلتوري میراث په ساتنې او لېږد کې د نوي نسل د ونډې اهمیت څرګندوي.
د «پوستاکا پرمتا امت» (Pustaka Permata Ummah) خپرندویې مؤسسې په ۲۰۱۸ کال کې د شیخ عبدالهادي عونګ د علمي میراث د ساتنې او خپرولو په موخه خپل فعالیت پیل کړ.
دغه بنسټ په پیل کې د ګومبک په سیمه کې فعالیت کاوه، خو د پرمتا امت بنسټ له ثبت وروسته یې خپل دفتر سایبرجایا ته ولېږداوه.
د ملایشیا د پارلمان د غړي، د ملایشیا د اسلامي ګوند د مشر د سیاسي سلاکار او د پرمتا امت بنسټ د مؤسس، شهیر سلیمان، په وینا، د دې مؤسسې د جوړولو لپاره د هغو تجربو څخه الهام اخیستل شوی چې د شیخ یوسف قرضاوي، نجمالدین اربکان، آیتالله سید علي خامنهاي، بویاحمکا او مرحوم نیک عبدالعزیز په څېر د متفکرینو د اثارو د ټولولو او خپرولو په برخه کې ترلاسه شوې وې.
https://iqna.ir/fa/news/4383499